د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور ښوونځي ناروین ځپلو زده کوونکو نفسیاتي علاج کېږي


ډاکټر ارم ارشاد وايي، چې د ارمي پبلیک سکول پېښې پس په ماشومانو کې ویره پیدا شوې ده او ورځنی ژوند یې اغېزمن شوی دی.

د پېښور پوهنتون نفسیاتي نارغیو مرکز د ارمي پبلیک سکول په ناورین کې رواني ټکان خوړونکو ماشومانو نفسیاتي علاج پیل کړی دی او وایي چې په ښوونځيو کې به هم د ماشومانو رواني مرسته کوي.

د پېښور پوهنتون نفسیاتي نارغیو مرکز مشرې ډاکټر ارم ارشاد له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې د ارمي پبلیک سکول پېښې پس په ماشومانو کې ویره پیدا شوې ده او ورځنی ژوند یې اغېزمن شوی دی.

د نوموړې په وینا چې دا ماشومان خپل عادي ژوند ته ستنولو لپاره ضروري ده چې د دوی نفسیاتي علاج وکړل شي.

ډاکټر ارم اشاد زیاتوي، چې د مرکز شل تنه د نفسیاتي نارغیو ډاکټران د متاثره ماشومانو وړیا درملنهکوي او دا ډاکټران د هفتې په درې ورځو کې څلوېښت منټه د ماشومانو نفسیاتي علاج کوي او مشورې ورکوي .

دا وایي، «ښکاره خبره ده چې پر ماشومانو منفي اثرات پرېوتي دي، هغوی خو په سکول کې ول او هر څه یې په خپلو سترګو لیدلي دي. موږ ته چې کوم خلک راځي نو هغوی ته د خوب نه ورتلو مسلې وې، اعتماد یې کم شوی دی، په ژوند کې یې دلچسپي کمه شوېده، نو موږ د نفسیاتي درملنې له لارې په هغوی کې د مثبت سوچ موندلو کوښښ کوو ځکه چې ژوند خو روان وي او تر څو چې انسان ژوندي وي نو په ژوند کې دلچسپي اخیستل ضروري وي»

د ډاکټر ارم اشاد په وینا چې د دوی ډلې به سکولونو ته هم ځي، چې د ماشومانو او میندوپلرونو ته به یې هم د علاج په اړه مشورې ورکول کېږي.

هم د دې ترڅنګ د پېښور نفسیاتي ناروغیو يو شخصي روغتون مشر ډاکټر عرفان وایي، چې له پېښور ناورین سره په ماشومانو کې بلخصوص او په لویو کې بلعموم یوه ویره پیدا شوې ده او دا داسې پیښه وه چې اثرات به يې وي.

د نوموړي په وینا چې دا ماشومان له دې حالته راوتلو لپاره ضروري ده چې د دوی نفسیاتي علاج وکړل شي.

دی زیاتوي: «موږ ته یو ماشوم راغلی و، ویرېدلی و او ویل یې چې دا یو لاس یې کار نه کوي. خپل لاس ته به یې حرکت نه ورکولو، تر یوې ګنټې زیات هم د هغهلږنفسیاتي علاج پیل کړ، نو هغه بیا لیکل او په خپل ښي لاس خوړل هم شروع کړو، او ویره ترې ووتله ،،

له مشال راډیو سره په خبرو کې ډاکټر عرفان زیاتوي چې دا مسله «موږ صرف حکومت ته نشو پرېښودلیؤ باید چې ټول خپل کردار ادا کړي.

ده وویل، چې «د حکومت ذمه واري زیاته جوړېږي خو ورسره د ټولنې ذمه واري هم ده. پکار ده چې موږ د خپلو ماشومانو تربیت په سمه توګه وکړو، او موږ خپل ماشومانو ته دا روزنه ورکړو چې دا ښه دی او دا بد. پدې لړ کې د ولس اګاهي پکار ده او له دې سره سره د سکولونو استادانو او د عالمانو مرسته هم ترلاسه کول پکار ده نو اله دا ماشومان موږ له ویرې راوېستلی شو»

د یادلو ده چې د پېښور ارمي پبلیک سکول ماشومانو نفسیاتي مرستې لپاره که یو خوا شخصي ادارو علاجونه شروع کړي دي نو بل پلو حکومت هم په نولسم ډیسېمبر د رواني ټکان خوړونکو ماشومانو د بیابحالۍ لپاره یوه شپږ کسزه کمېټۍ هم جوړه کړې ده، چې پکې د ملکي نفسیاتي ادارو پشمول د صحت نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او او یونیسېف استازي هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG