د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې په ۲۰۱۴کال تر ټولو لږه مرګ ژوبله اوښتې


د کورنیو چارو د وزارت د مالوماتو له مخې په کال ۲۰۱۴ کې د تېرو پنځو کلونو په پرتله تر ټولو کمې د ترهګرۍ پېښې شوې، او تر ټولو لږ وګړي وژل شوي دي.

د بلوچستان د کورنيو چارو وزارت له خوا مشال راډيو ته په ورکړل شويو مالوماتو کې په ۲۰۱۴م عیسوي کال کې په دغه صوبه کې ټولې ۲۸۰ بمي چاودنې شوې، چې په کې ۲۷۵ وګړي وژل شوي، او ۷۲۸ ژوبل شوي دي. په دغو وژل شويو کې ۳۵ د پولیسو او ۳۴د ملېشه ځواکونو سرتېري هم دي.

د کورنیو چارو د وزارت د مالوماتو له مخې په کال ۲۰۱۴ کې د تېرو پنځو کلونو په پرتله تر ټولو کمې د ترهګرۍ پېښې شوې، او تر ټولو لږ وګړي وژل شوي دي.

دا وزارت زیاتوي، په کال ۲۰۰۹ کې د ترهګرۍ په پېښو کې ۳۳۳ خلک وژل شوي، په کال ۲۰۱۰ کې ۳۱۷، په کال ۲۰۱۱ کې ۳۱۰، په ۲۰۱۲ کې ۴۱۸، په ۲۰۱۳ کې ۵۳۱ وګړي د ترهګرۍ د پېښو قرباني شوي وو. چې په کې تر ټولو کم او ښه ۲۰۱۴م عیسوي کال دی.

بلي خواته د دغه وزارت له مالوماتو سره سم په کال ۲۰۱۴ کې د ۱۶۴ انسانانو خراب شوي مړي هم موندل شوي، چې تر ټولو زیات له کوټې ښاره ترلاسه شوي دي. په دغو مړيو کې له کوټې ۸۰، له کلاته ۴۱، له مکران سیمې ۱۸، له نصیراباده ۶، له ږوب سیمې ۱۳ او له سیوۍ ۸ خراب شوي مړي موندل شوي، چې پکې ۷۱ د بلوڅو، ۳۵ د پښتنو، ۴۱ د ناپېژندل شويو کسانو او ۱۹ خراب شوي مړي د نورو بېل بېل قامونو سره د تعلق لرونکو خلګو وو.

XS
SM
MD
LG