د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ریاست به نفرت خورونکي نیسي'


په ټوله جمهوري دنیا کې د ابلاغ آزادي دا اجازت نه ورکوي چې د بل د عقیدې یا سوچ او فکر خلاف دې نفرت خور کړل شي او یا دې په نورو خلکو خپله عقیده وتپل شي.

پاکستان کې مرکزي حکومت د ترهه ګرۍ خلاف د ټولو سیاسي ګوندونو په ملاتړ یو پلان تیار کړی چې پکې د پوځي عملیاتو علاوه د یو شمېر نورور اقداماتو ذکر هم شوی دی.

د تېر خالي «شنبې ورځ« له وزیراعظم کوره خپره شوې خبرپاڼه وايي، د میا نواز شر یف د دې نوي پلان عملي کولو لپاره پنځلس بېلا بېلې کمېټۍ اعلان شوې چې پکې به د د کورونو چارو وزیر چودري نثار علي خان په مشرۍ کې یوه دیارلس کسیزه کمېټۍ د کرکې خوروونکو موادو د خپرولو او په تشدد پارونکو ویناوو بندیز عملي کوي.

په پېښور یونیورسټۍ کې د دیني زدکړو څانګې مشر پروفېسر ډاکټر قبله ایاز د حکومت ددې ګام ستاینه کوي او وايي:

[ په ځینو جوماتونو کې چې تقریرونه کېږي، او پکې د نورو فرقو یا مسلکونو خلاف خبرې کېږي دا غېر ضروري دي. دې عالمانو ته دې مالومه وي، څوک چې دوی اوري، هغه یې له نظر سره متفقه دي، نو هغوی ته بیا د نورو فرقو یا مسلکونو خلاف وینا کول هېڅ ګټه نلري، بلکې بې ځایه نورو خلکو ته ازار او تکلیف رسوي. په دې کې پر لاوډسپیکرو وینا دا ستونزه نوره هم سیوا کوي. دا راز د بېلا بېلو مسلکونو او فرقو ترمنځه که اختلافات وي نو هغه هم له عامو خلکو سره تعلق نه لري بلکې پکار ده چې عالمان پرې په خپلمنځ کې په پرامنه توګه خبرې وکړي. دا راز به عام خلک تر خپلمنځ په جګړو نه اخته کېږي]

نوموړی زیاتوي داسې ډیرې نورې دیني مسلې شته چې پکار ده، دیني عالمان په خپلو وېناوو کې خلکو ته د هغې په باب خبرې وکړي.

بلخوا پیښور یونیورسټۍ کې د شیخ زید اسلامي مرکز مشر پروفېسر ډاکټر دوست محمد وايي چې اسلام نه یواځې د مسلمانانو بلکې د ټول انسانیت لپاره د امن درس ورکوي.

[د یو بل احترام کول، د مهذبو ټولنو لویه نښه ده. مسلمانانو او په خاص توګه پاکستانیانو ته پکار ده چې دیو تن مذهبي، فرقه ایز، مسلکي، نسبي، لساني، ملي جذباتو او یا کومې نظریې ته سپک نظر ونکړي، ځکه چې د دې له وجې تشدد رامنځ ته کېږي او خبره دې حال ته ورسي لکه دا نن چې ده. دا راز زموږ په جومات، محراب، ممبر، حجره، یا مېډیا باندې داسې وینا او یا مواد خپاره نکړل شي چې د بل تن جذبات او احساسات مجروح کوي، او دا ګام عملي کول د ریاست ذمه واري ده]

د نوموړي په وینا که هرتن د بل تن د عقیدې، فرقې، مسلک او سوچ فکر احترام وکړي نو په هېواد کې به امن قایم شي.

دا راز د خېبرپښتونخوا د درسي کتابونو بورډ پخوانی مشر ډاکټر فضل رحیم مروت وايي، باچاهي نظامونو کې سعودي عرب او په جمهوري نظامونو کې ملایشیاء هغه هېوادونه دي چې پکې دیني عالمان د حکومت لخوا منظور شوې خطبه لولي. په دې پوښتنه چې آيا دا ګام به د جمهوریت ضد نه وي؟ نوموړې وايي:

[زه وایم چې نه، جمهوریت هم یو چوکاټ لری. په دې کې د هر تن حقونه خوندي وي. جمهوریت یو تن ته د رایې اظهار آزادي ورکوي خو د هغې دا مطلب نه دی چې د بل تن حق پکې له پامه وغورځول شي. دا راز په ټوله جمهوري دنیا کې د ابلاغ آزادي دا اجازت نه ورکوي چې د بل د عقیدې یا سوچ او فکر خلاف دې نفرت خور کړل شي او یا دې په نورو خلکو خپله عقیده وتپل شي.]

څیړونکي وايی حکومت ته او ټولو سیاسی ګوندونو په ګډه د هرډول مشکلو فیصلو کولوواک ورکړل شي. پکار ده چې حکومت په دې لړ کې غېر معمولي ګامونه پورته کړي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG