د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د پروسږ کال په پر تله عواید لوړ شوي


د ننګرهار مستوفي ډاکټر محمد عالم اسحاقزی
د ننګرهار مستوفي ډاکټر محمد عالم اسحاقزی

ډاکټر عالم اسحاقزی وايي چې که په ادارو کې د فساد مخه ونيول شي، افغانستان به له دې مجبوريته راووځي چې له نورو هيوادونو مرسته وغواړي.

د ننګرهار ماليې ټولو ادارې «مستوفيت، انکم ټيکس« چارواکي وايي چې د پروسږ کال په پرتله یېد ماليې په راټولو کې څه باندې دوه سوه لس ميلونه افغانۍ زیاتوالی راغلی دی.

سره له دې چې ننګرهار يو له عايداتي ولايتونو څخه شميرل کيږي، خو بیا هم څنګه چې لازمه ده، له تيرو اوږدو کلونو راهيسې په کې هغه شان عواید يا ماليه نه ده راټوله شوې. خو د ننګرهار د مستوفيت چارواکي وايي چې سږکال يې د تير کال پر تله عوايد زيات شوی دي.


د ننګرهار مستوفي ډاکټر محمد عالم اسحاقزي مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:


(( ۱۳۹۳ مالي کال پای ته ورسيدو، په ننګرهار ولایت کې موږ توانیدلي وو چې يوولس ميلیارده اوه سوه اوه اويا ميلونه يانې څه کم دولس ميلیارده افغانۍ د ننګرهار عواید شوي دي. البته په دې د ننګرهار ګمرک او د مستوفيت اداره شامله ده. د ۱۳۹۲ مالي کال په مقایسه باندې ۱۳۹۳ مالي کال کې دوه سوه لس ميلونه افغانۍ عواید موږ زیات لاس ته راوړي دي.))

دا چې د تير کال پر تله د سږني کال د عوایدو د زیاتوالي وجه څه ده، په دې اړه د ننګرهار مستوفي ډاکټر اسحاقزی وايي:


(( علت يې دا و چې موږ په اداره کې يو څه اصلاحات راوړي دي او په دې توانيدلي یو چې د ننګرهار ادارې سره په همغږۍ سره شپاړس فیصده لوړوالی ورکړو. که چيرې موږ هڅه او هاند وکړو نو په ۱۳۹۴ کال کې دغه عواید لاپسې زیات کړو.))*

ډاکټر عالم اسحاقزی وايي چې که په ادارو کې د فساد مخه ونيول شي، افغانستان به له دې مجبوريته راووځي چې له نورو هيوادونو مرسته وغواړي.


(( که چيرې موږ په رښتیا هم د فساد او اختلاس د منابعو مخه ونيسو، دا زه تاسو ته اطمنان درکوم چې افغانستان به له نورو هیوادونو څخه خیرات نه غواړي او په خپل ځان به متکي وي. نو هغه ادارې چې دیرش کلنه، څلويښت کلنه او پنځوس کلنه سابقه د فساد ولري، او هغې کې ته مبارزه کوي او د فساد مخه په کې نيسي، نو ته فکر وکړه چې دا به څومره غټه لاسته راوړنه وي.))

دی وايي که د ملي یووالي حکومت په وزارتونو او ولایتي ادارو کې مسلکي، ايمانداره او په کار پوه اشخاص په دندو وګماري، ليرې به نه وي چې افغانستان په خپلو پښو ودريږي او د پرديو له مجبوریتونو خلاص شي.

XS
SM
MD
LG