د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان : نهه وسله وال وژل شوي


فایل فوټو
فایل فوټو

د خالي په ورځ حکومتي سرتېرو د بلوڅ مېشتې ډېره بګټي سیمې په سري نالہ گوټهـ مندرا کې په عملیاتو کې اته بلوڅ بېلتون غوښتونکي وسله وال وژلي او په دې عملیاتو کې ددوی يو سرتېری وژل شوی دی.

په کوټه کې د ملېشه ځواکونو له هيډکوارټر څخه رسنيو ته پهاستول شوې خبرپاڼې کې ویل شوي چې ددوی سرتېرو په پښتون مېشته سیمه کلاسیف الله کې د پاکستاني طالبانو يو تن وژلی او په بلوڅ مېشته ډېره بګټي سیمه کې يې بیا اته بلوڅ بېلتون غوښتونکي وسله وال وژلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د خالي په ورځ حکومتي سرتېرو د بلوڅ مېشتې ډېره بګټي سیمې په سري نالہ گوټهـ مندرا کې په عملیاتو کې اته بلوڅ بېلتون غوښتونکي وسله وال وژلي او په دې عملیاتو کې ددوی يو سرتېری وژل شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې دا وسله وال په سیمه کې د ترهګرۍ په جلا جلا پېښو کې ککړ وو، چې دوی يې پر ضد عملیات وکړل.

خو هلته د بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې بلوچ ریپبلکن آرمي ډلې ویاند بیا په کوټه کې رسنيو ته ویلي چې په دغه نښته کې ددوی کسان نه، بلکې د حکومتي ځواکونو دوه سرتېري وژل شوي دي.

بلې خواته د ملېشه ځواکونو له همدې دفتره بیا په خپره شوې يوه بله خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پاکستان ملېشه ځواکونو د پښتون مېشتې سیف الله کلا په ګوال اسماعیل زۍ سیمه کې د پاکستاني طالبانو پر يوه کیمپ برید کړی دی.

پاکستاني چارواکي وايي کله چې د وسله والو طالبانو یو ملګری يې په ګېره کې راوست، نو هغه پخپله ځان وډزولو. چارواکي ادعا کوي چې له کمپ څخه يې زیاته اندازه وسله، ځانمرګي واسکټونه، راکټ لانچرې او چاودېدونکي توکي ترلاسه کړي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، ځواکونو ددغه وسله وال مړی د سیمې لیویزو ته حواله کړی دی. خو تراوسه پورې د همدې پېښې په اړه وسله والو طالبانو لا څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG