د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د افغانستان طالبان هم وهي که څنګه؟


د بلوچستان پښتني سیمه کې وژل شوي وسله وال طالبان
د بلوچستان پښتني سیمه کې وژل شوي وسله وال طالبان

د خېبر پښتونخوا صوبې په پېښور ښار کې د ډیسېمبر پر شپاړلسمه نېټه د ارمي پبلیک سکول تر پېښې وروسته که يوخوا د دغه هيواد بېلا بېلو سیمو په ګډون د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې هم د وسله والو طالبانو پر ضد عمليات روان دي.

د خېبر پښتونخوا صوبې په پېښور ښار کې د ډیسېمبر پر شپاړلسمه نېټه د ارمي پبلیک سکول تر پېښې وروسته که يوخوا د دغه هيواد بېلا بېلو سیمو په ګډون د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې هم د وسله والو طالبانو پر ضد عمليات روان دي.

په کوټه کې د پاکستان امنیتي سرچینې ادعا کوي چې، دغه عملیات يې له پاکستانيو طالبانو سره سره د افغانستان طالبانو پر ضد هم پیل کړي دي. دغه سرچينې زیاتوي، چې ځواکونو کې یې د بلوچستان په یو شمېر پښتون مېشتو سیمو لکه زیارت، کچلاغ، نیسۍ، پښين، سیف الله کلا او ځينو نورو هغو کې یې د وسله والو ترهګرو پر ضد عملیات پیل کړي دی، چې په د دوی په خبره يو شمېر وسله وال یې وژلي، او ګڼ نور يې ژوندي نیولي دي.


دغه سرچينې ادعا کوي، د پاکستان وزیراعظم نوازشریف تر هغې وینا وروسته چې په هيواد کې به يې د هېڅ ښه او بد طالب وسله وال توپیر نه کېږي، دغه چڼنیز عملیات پېل کړي دي. خو دا چې د سرکاري سرچينو دا خبره تر کومه ځایه رښتيا ده، چې پاکستاني ځواکونه دي د افغانستان طالبانو پر ضد عملیات وکړي؟
په کوټه کې مېشت یو مشر خبریال شهزاده ذوالفقار يې په ځواب کې وايي:

«تر اوسه خو دا خبره ښکاره نه ده راغلې، چې پاکستان دې دلته د افغانستان طالبانو پر ضد عملیات کړي وي. اوس که پاکستان دا وايي، چې موږ د افغانستان طالبانو پر ضد عملیات کوو. نو د يوه خبریال په توګه دا زما لپاره لوی خبر دی، چې يا خو پاکستان خپله پاليسي بدله کړې او یا بیا دوی دا منلې، چې پر خاوره یې د افغانستان طالبان اوسي او دلته يې پټنځايونه شته»

د شهزاده ذوالفقار په خبره کابل هر وخت دا خبره کړې، چې اسلام اباد دې د طالبانو ملاتړ او مرسته پرېږدي، او پر ضد دې يې عمليات وکړي.

ذوالفقار زیاتوي، د پاکستان د ګڼو نورو سیمو په شمول د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې هم عمليات يواځې او يواځې د پاکستاني طالبانو پر ضد کېږي.

XS
SM
MD
LG