د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور په شاوخوا سیمو کې د وسلوالو خلاف عملیات روان دي


د پېښور په ارمي پبلک سکول تر بريد وروستو پوليس چارواکي د وسلوالو پرضد د لټون په عملياتو کې د ووه مشکوکه وسلوالو د وژلو او يوشمېر د نيولو ادعا کوي.

د پېښور ښار د پوليسو مشر اعجاز خان له رسنيو سره نن په خپلو خبرو کې وویل ، چې په دغه وژل شوو کې په ارمي پبلک سکول د حملې منصوبه جووړونکي دعمر عرف نري ورور منان هم شامل دی.

د لټون دغه عملیات د ښار په شاوخواسیمو متنو ، حسن خیل، ورسک روډ او د شوقدر سره په نزدو سیمو کې تر سره شوي دي. چې پکې د پولیسو سره په نښتو کې ووه وسلوال وژل شوي دي.

په دغو سیمو کې د پینځو وسلوالو مړي هم د ښار د میونسپل کمیټۍ په دفتر کې میډیا ته د ښودلو لپاره ایښودل شوی وو.

د عملياتو په اړه د پوليسو يوه چارواکی ډي اېس پي سجاد نن مشال راډيو ته وویل دوی د پوځ سره په ګډه د لټون عملیات پیل کړي دي، او دوی کور په کور تلاشي اخلې چې دا مالومه کړي په دغو سیمو کې څوک وسیږي، چې دا شان د وسلوالو په اړه مالومات تر لاسه کړي.

ډي اېس پي سجاد وایي دوی پوره مالومات کوي، چې یوازې په جرمونو کې د ککړو کسانو او وسلوالو خلاف عملیات وکړي.

څیړونکی او خبریال رحیم الله یوسفزی وایي ، عملیات ډیر په سنجیدګۍ سره روان دي، او امنیتي عسکر غواړي، د ټولو وسلوالو خلاف عملیات نور هم تیز کړي.

د پېښور د شاوخوا سیمو سره سره په نیم قبایلي سیمو کې هم د پوځ او پولیسو عملیات روان دي، چې پکې د چارواکو د وینا ترمخه ګڼ مشکوکه وسلوال نیول شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG