د لاسرسي ځای

تازه خبر

اشرف غني: د ټول افغانستان امنیت به خوندي کوو


​ افغان ولسمشر اشرف غني وايي، چې نه دده هېواد د کوم چا د جنګ میدان دی او نه به چاته د دې اجازه ورکړي، چې دده هېواد څخه د نیابتي جګړې ډګر جوړ کړي.

افغان ولسمشر اشرف غني وايي، چې نه دده هېواد د کوم چا د جنګ میدان دی او نه به چاته د دې اجازه ورکړي، چې دده هېواد څخه د نیابتي جګړې ډګر جوړ کړي.

ولسمشر اشرف غني چې نن د سېشنبې په ورځ د یوه ملکي او پوځي پلاوي په ملتیا د یحیاخېلو د پيښې د قربانیانو او زیانمنو سره د خواخوږۍ په موخه د پکتیکا مرکز ښرنې ته تللی وو، د یاد ولایت د قومونو او خلکو په غونډه کې وویل، چې پوځي چارواکو ته يې دنده سپارلې، چې امنیتي تدابیر يې باید یوازې کابل پورې محدود نه وي، بلکې د پکتیکا په ګډون د ټولو سیمو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي:

((موږ د چا د جنګ میدان نه یو او چاته د نیابتي جنګ اجازه نه ورکوو، په دې باندې دې ټول پوۍ شي، اول هدایت مې جنرالانو او قوماندانانو ته دادی، چې موږ به ځان په کابل کې نه ایساروو، پکتیکا به خوندي کوو.))

ولسمشر غني دا هم وویل، چې په جنګ هېڅ ستونزه او غمیزه نه حلیږي، ده یو ځل بیا د افغان حکومت مخالفو وسلوالو ته ته د خبرو اترو بلنه ورکړه او ویې ویل، چې په افغانستان کې باید د وروروژنې روانې جګړې ته د خبرو له لارې حل پیدا شي:

((هغه ستونزه او غمیزه چې په خبرو حل کیږي، په توپک نه حل کیږي، راشئ چې ټوپک ته روژه ورکړه او د خبرو په اساس باندې د وطن ستونزې حل کړو، دا وطن د جرګو وطن دی، دا وطن د مرکو وطن دی، دا وطن د شریعت وطن دی.

په دې چوکاټ کې به يې انشاالله تعالی دا مسلې د خبرو له لارې حل کوو او دې ته به رسیږو، چې خدای ناخواسته بیا مو ماشومان نه شهیدان کیږي.))

ډاکټر اشرف غني د غونډې ګډونوالو ته دا هم وویل، چې خلک په حکومتوالۍ کې بدلون غواړي او دوی به ژرترژره د ښې حکومتوالۍ له پاره مناسب بدلون راولي.

د یادونې وړ ده، درې اونۍ وړاندې د پکیتکا ولایت د یحیاخېلو ولسوالۍ د غیبي خيلو کلي د والیبال په میدان کې ځانمرګی برید شوی وو، چې په کې شپیته ملکي وګړي مړه او خواوشاه سل تنه نور ټپیان شوي شول، که څه هم د پيښې وروسته د افغان حکومت چارواکیو د یحیاخېلو د پيښې د قربانیانو سره د مرستو ژمنې کړې وې، خو د پيښې د قربانیانو یو شمير خپلوانو رسنیو سره ویلي، چې افغان حکومت ورته لازمه پاملرنه نه لري.

XS
SM
MD
LG