د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پکتیکا کې د کرنې ریاست فعالیتونه نه مالومیږي'


د پکتیکا د ولایتي شورا غړي، مدني فعالان او یو شمېر ځايي بزګران د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ پر ریاست نیوکه کوي، چې د دې مهم سکټور د ودې او پرمختیا او د بزګرانو د اړتیاوو د ترسره کولو له پاره یې هیڅ نه دي کړي، خو د ادارې بودیجه يې بې ځایه لګولې ده.

د پکیتکا د ولایتي شورا غړو او مدني فعالانو چې د کرنې او مالدارۍ ریاست د فعالیتونو څخه کتنه کړې وايي، چې په دې ولایت کې هر کال د کرنې ادارې په میلیونونو افغانۍ حیف ومیل کیږي او شخصي جیبونو ته ځي.

د پکتیکا د ولایتي شورا رئیس افسرخان سلیمان خېل مشال راډیو ته وویل، چې د کرنې او مالداری ادارې په دې ولایت کې د دې سکټور ودې او پرمختګ ته هېڅ ډول پاملرنه نه ده کړې او له همدې کبله پکتیکاوال ولسونه د دې ادارې له کړنو ناراضه دي:

«زراعت تر اوسه هیڅ هم نه دي کړي، د دوی کړنې هسې تش په نوم دي، عبث وخت يې ضایع کړی ده، د خلکو وخت يې ضایع کړی ده، موږ تر دې وروسته دوی ته هر وخت راځو، د ولایت په ټولو رئیسانو باندې نظارت کوو، هغه رئیسان چې ویده دي، راویښوو يې او نور يې په داسې حالت کې نه پریږدو»

د پکتیکا د مدني ټولنو یو تن فعال خورشید امان کټوازی هم وايي، چې د کرنې ریاست کارونه او فعالیتونه نیمګړي دي او خلکو ته يې کار نه دی کړی.

کټوازی د کرنې ادارې ظرفیت ښکته بولي او زیاتوي، چې په نورو ولایتونو کې د کرنې اداره ښې او ګټورې پروژې لري او بزګرانو سره د کرنې او مالداري په برخو کې لازمه مرسته کوي، خو په پکتیکا کې دا اداره یوازې پیسې بې ځایه لګوي او کومه بله ګټه يې خلکو ته نه رسیږي.

د پکتیکا ولایت د کرنې ریاست د کرنیزو چارو مشر نذیر نوابي هم مني، چې د دوی د ادارې مشرتابه په خپلو وظیفوي کارونو کې بې غوري کوي.

دی وايي، چې د دې ادارې مشرتابه باید وزارت ته خپلې اړتیاوې په ګوته کړي او په مکرره توګه ورڅخه وغواړي، چې پکتیکا ولایت ته خپل حقوق وسپاري:

«که د افغانستان شمال لوري ته ولاړ شئ، نو هغوی ډېری پروژې لري، لامل يې دادی، چې موږ وزارت ته ورشو او مستقیماً ورڅخه غوښتنه وکړو، زموږ د ریاست رهبري باید د وزارت څخه په منظمه توګه غوښتنه وکړي، تر څو دې ولایت ته د زراعت په برخه کې ډېرې پروژې منظورې شي»

د پکتیکا ولایت ډیری بزګران او مالداران هم وايي، چې دوی ته د کرنې ادارې له خوا په وخت اصلاح شوي تخمونه، د هرزه ګیاوو د له منځه وړلو درمل او کیمیاوي سرې نه ورکول کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې خواوشا درې لسیزې وړاندې د لویې پکتیا په دریو ولایتونو پکتیا، پکتیکا او خوست کې د کرنې ادارې د حکومت په سترو ادارو کې راتلې، چې د جرمني هېواد په تخنیکي مرسته يې خلکو ته د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پراخ فعالیتونه وړاندې کول، د دې ادارې د باغونو، لاسي صنایعو، ځنګلاتو، میوه جاتو او فارمي مالدارۍ په برخو کې زرګونو کسانو کار او روزګار کاوه، خو اوس د یادو ادارو فعالیتونه کمزوري او ډېر محدود پاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG