د لاسرسي ځای

تازه خبر

ً امن به راشي خو چې پاکستان د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله کړيً


پاکستانی وزیراعظم نواز شریف
پاکستانی وزیراعظم نواز شریف

د برتانیا په پلازمېنه لندن کې د افغانستان په اړه په نړیوال کنفرانس کې که یو خوا نړیوالو هیوادونو د ترهګرۍ په ختمولو کې د پاکستان د رول ستاینه وکړه ، نو بلخوا یې پر دې هیواد زور راوړ چې له افغانستان سره د امنیت په پرځای کولو کې مرسته وکړي.

پراګ: د برتانیا په پلازمېنه لندن کې د افغانستان په اړه په نړیوال کنفرانس کې که یو خوا نړیوالو هیوادونو د ترهګرۍ په ختمولو کې د پاکستان د رول ستاینه وکړه ، نو بلخوا یې پر دې هیواد زور راوړ چې له افغانستان سره د امنیت په پرځای کولو کې مرسته وکړي.

د تیر زیارت په ورځ د افغانستان په اړه په لندن کنفرنس کې نړیوالو هیوادونو وویل باید د افغانستان د بیا ودانۍ او پرمختګ اړخ ته خاص پام وشي، او په دې لړ کې یې د نوي افغان حکومت رول تر ټولو مهم وګرځاو .

په دې کنفرانس کې افغان ولسمشر اشرف غني، اجراییوي رییس عبد الله عبدالله، د پاکستان وزیراعظم نواز شریف، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د برتانیا وزیراعظم ډیوډ کیمرون او د یو شمېرنورو هیوادونو له استازو سره سره د ۲۵نړیوالو ادارو استازو هم ګډون وکړ.

په دې کنفرانس کې وزیراعظم نواز شریف وویل ، ًیو پرامنه او باثباته افغانستان د پاکستان په ګټه دی او دواړه هیوادونه باید د سیمې د امن لپاره په عملي توګه کار وکړيً.

دا چې د افغانستان او سیمې د امن لپاره د پاکستان رول څومره مهم دی ، د پیښور په پوهنتون کې د نړیوالو چارو کارپوه ډاکټر اعجاز وایي ، ً باید پاکستان پر خپله افغان پالیسۍ له سره غور وکړي او د دواړو هیوادونو ترمنځ د بې باورۍ د ختمولو لپاره عملي کار وکړيً.

ډاکټر اعجازوویل چې اوس حالات د پرمختګ پر لور روان دي خو دغه به د پاکستان په عملي ګامونو ثابتیږي ، چې د افغانستان په اړه به یې پورته کوي.

د دې کنفرانس پر وخت د نواز شریف ، ډیوډ کیمرون او اشرف غني ترمنځ د سیمې او افغانستان پر حالاتو هم خبرې اترې وشوې.

که څه هم نړیوال هیوادونه د ترهګرۍ خلاف د پاکستان د کوششونو ستاینه کوي خو بیا د افغانستان په اړه د دې هیواد پالیسۍ ته د شک په سترګه هم ګوري .

د کابل پوهنتون د سیاسي علومو اوستاد پروفیسر نصرالله ستانکزۍ وایي پاکستان به د افغانستان په اړه په خپله پالیسۍ کې بدلون راوالي نو هله په دغه سیمه کې د امن په اړه خبرې عملې کیدای شي.

نصرالله ستانکزۍ وویل ، ً زما له نظره پاکستان ته دا پکار ده چې په خپله ستراتیژي کې بدلون راولي او د پاکستان بهرنی سیاست باید د بهرنیو چارو د وزارت په لاس کې وي. تر څو چې دغه د پوځ او استخباراتو په کنټرول کې وي، هیڅکله به د سولې سیاست ګټه ورنکړيً.

په دې کنفرانس کې د نړیوالو هیوادونو او ادارو غړو دا هم وویل چې باید افغان حکومت د اداري فساد د ختمولو ، د ښځو د حقونو د خوندي ساتلو او د اقتصادي پرمختګ لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي او ګاونډي هیوادونه هم له افغانستان سره د امن په پرځای کولو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG