د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان په پښين ښار کې د درو کسانو مړي میندل شوي دي


د مړو پخوانی عکس
د مړو پخوانی عکس

د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې ضلع پښین د ليويز چارواکو د شنبې په سهار مشال راډيو ته وويل چي دا مړي د جمعې په ورځ د مسترزی په کلي کې ومیندل شو چې بيا د پيژندګلوۍ لپاره د کوټې سنډېمن روغتون ته يوړل شو.

پراګ: د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې ضلع پښین د ليويز چارواکو د شنبې په سهار مشال راډيو ته وويل چي دا مړي د جمعې په ورځ د مسترزی په کلي کې ومیندل شو چې بيا د پيژندګلوۍ لپاره د کوټې سنډېمن روغتون ته يوړل شو.

د لیویزو چارواکي زیاتوي چې د وژل شوو کسانو لاسونه تر شا ورتړل شوي او مخونه يې ور پټ کړل شوي وو. پوليس وايې په تيرو دوه مياشتو کي يوازي په پښين ښار کې تر لس زيات مړي میندل شوي دي.

د پاکستان انګريزي ورځپاني ډان د روان کال د سپټمبر په دوولسمه يو رپورټ خپور کړی وو چي پکي د بلوچستان د کورنيو او قبايلي چارو د محکمې د يوه رپورټ حواله ورکړل شوې وه چې وايي په تيرو درې کلونو کې د صوبې په بېلا بېلو سيمو کې پنځه سوه دوه نوي مړي میندل شوي دي.

په دې کې زياتره بلوڅان دي او ډيری مړي له کوټې او بلوڅ ميشتو سيمو خضدار ، قلات او مکران څخه ترلاسه شوي دي.

د بلوچستان په بلوڅ ميشتو سيمو کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو او بلوڅ بيلتون پالو تنظيمونو ترمنځ جګړه روانه ده او هلته په تيرو څو کلونو کې په سلګونه مړي میندل شوي دي چې پکې زياتره بلوڅ سياسي فعالين دي.

خو د صوبې په پښتون ميشتو سيمو کې داسي جګړيز حالت نه دی نو بيا دلته ولې د نامالومه مړو میندل زيات شوي دي؟

د مشال راډیو عبدالحي کاکړ د بلوچستان د اطلاعاتو له وزير عبدالرحيم زيارتوال څخه د دې لامل پوښتلی دی.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:14 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG