د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست ښار جوت پاک شوی دی


د خوست د ښاروالۍ ریاست چارواکي وايي، چې د ښار د پاک کارۍ د نوي بهیر وروسته د دې ښار په پاکولو کې جوت توپیر راغلی او د ښار کوڅې، سړکونه او جادې تر یوه بریده پاک شوي دي.

د خوست د ښاروالۍ ریاست چارواکي وايي، چې د ښار د پاک کارۍ د نوي بهیر وروسته د دې ښار په پاکولو کې جوت توپیر راغلی او د ښار کوڅې، سړکونه او جادې تر یوه بریده پاک شوي دي.

دوی زیاتوي، په دې وروستیو کې د ښار په پاکولو کې د ښاریانو او په دې ځای کې د کاروباریانو مرسته او لیوالتیا هم زیاته شوې او دوی د پخوا نه ډېر د ښار پاک ساتلو ته متوجه شوي دي.

خوست ښاروال کرامت خان خپلواک د جمعې په ورځ د ښار د پاکولو په دویم ستر اشر کې مشال راډیو ته وویل، چې دا اشر هم د هېوادپال ځواک ټولنیز بنسټ، خوست ښاروالۍ او د خوست د دوکاندارانو او کاروباریانو له خوا رابلل شوی، چې زرګونو ښاریانو، مدني فعالینو، ځوانانو او مشرانو په کې برخه اخیستې ده.

خوست ښاروال زیاته کړه، چې اوسمهال د ښار په پاکولو ولسي ونډه زیاته شوې او ښاریان په خپله د ښار په پاک ساتلو ته پام کوي:

((د خوست ښار په پاکولو کې مالوم تغیرات راغلي دي، خلکو په فکر کې هم تغیر راغلی، پخوا به خلکو او دوکاندارانو خپل دوکانونه لختیو ته جارو کول، خو اوس دوی په خپله د لختي په پاکولو لګیا وي، یانې ولسي ونډه په کې زیاته شوې ده او خپل ولسي خلک د خوست ښار په پاکولو کې ګډون کوي.))

د هېوادپال ځواک ټولنیز بنسټ یو تن مشر ولي مت خان خادم وايي، چې د هرې ورځې په تیریدو سره د ښار په پاکولو کې د خلکو علاقه او لیوالتیا زیاتیږي او دا کار دوی ډاډمنوي، چې د ۲۰۱۵ کال تر نیمايي پورې به خوست ښار د افغانستان تر ټولو پاک ښار جوړ شي.

ولي مت خان خادم زیاتوي، چې د ځواک ټول وسایل او وسایط په منظمه توګه د شپې له خوا د ښار په پاکولو بوخت وي:

((د کومې ورځې نه چې موږ د خوست ښار د پاکولو بهیر پیل کړی دی، نو په منظمه توګه هر ماښام د اوو بجو څخه د شپې تر دوو بجو پورې د هېوادپال ځواک ټول وسایل او وسایط په کار بوخت وي او د ښار لارې کوڅې، سړکونه او جادې پاکوي.))

د خوست ښار یوتن اوسیدونکی وايي، چې دا دویم ځل دی، چې د ښار د پاکولو په پګړه کې برخه اخلي، دوی هوډ کړی، چې د ښار د پاکولو تر مهاله به د ښار د پاکولو په ټولو پروګرامونو کې برخه اخلي.

یاده دې وي، چې خوست کې د ښاروالۍ په ګډون یو شمېر ټولنیزو او مدني بنسټونو د ښار د پاکولو یوه دایمي برنامه پیل کړی او غواړي، خوست ښار په راتلونکې زیږدیز کال کې د افغانستان د پاکو ښارونو په سر کې راشي.

XS
SM
MD
LG