د لاسرسي ځای

تازه خبر

"کابل یوازې نه پرېږدو"


د امريکا متحده ايالتونو، بريتانيا او د افغانستان نورو شريکانو ژمنه وکړه چې له افغانستانه به د بهرنيو جنګي ځواکونو تر وتلو وروسته، کابل يوازې پرې نه ږدي.

د امريکا متحده ايالتونو، بريتانيا او د افغانستان نورو شريکانو ژمنه وکړه چې له افغانستانه به د بهرنيو جنګي ځواکونو تر وتلو وروسته، کابل يوازې پرې نه ږدي.

د نړيوالو ځواکونو له خوا د طالبانو د نظام تر ړنګېدو ١٣ کاله وروسته د امريکا متحده ايالتونو او بريتانيا پرون يو وار بيا ژمنه وکړه چې د افغان حکومت ملاتړ به کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري پرون د لندن په کنفرانس کې وويل؛ د اشرف غني په مشرۍ حکومت په سپټمبر مياشت کې په ډيموکراتيک ډول د قدرت تر انتقال وروسته د اداري فساد او د پيسو مينځلو مخنيوي لپاره ځينې ګامونه پورته کړي دي.

ښاغلي کېري وويل، ډاډه دى، هغه تګلارې چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائيه مشر عبدالله عبدالله د لندن په کنفرانس کې تشريح کړې؛ د افغانستان له ثبات او پرمختګ سره مرسته کوي:

”د افغانستان ولسمشر اشرف غني او اجرایيه مشر عبدالله عبدالله د اصلاحاتو يو پلان برابر کړى چې له وړاندې شويو اساساتو سره اړخ لګوي او دوى خپلو دغو خبرو ته د عملي بڼې ورکولو لپاره ځينې ګامونه پورته کړي دي.دوى په دې لنډه موده کې چې په قدرت کې وو؛ د پيسو مينځلو او اداري فساد پر وړاندې اقدامات کړي او د مالي وضعې ښه والي لپاره هڅې کوي؛ له ګاونډيو هېوادونو له دې جملې پاکستان سره چې ډېر مهم دى؛ اړيکې ښې کړې دي.“

د امريکا د بهرنيو چارو وزير وويل؛ امريکا او افغانستان د ويزو پر يوه نوي نظام موافقه وکړه چې دغه ويزې به سوداګرو، زده کوونمکو او سېلانيانو ته ورکول کیږي.

جان کېري وويل، دوى به پرې نه ږدي چې افغانستان د تروريستانو په پناګاه واوړي او نړيوالې ټولنې ته ګواښ پېښ کړي.

په همدې حال کې د بريتانيا وزیر اعظم ډېوېډ کمرون چې د افغانستان له ولسمشر سره يوځاى د کنفرانس کوربه و؛ وويل، بريتانيا به له افغانستانه خپلې مرستې ونه سپموي.
ښاغلي کمرون هم په افغانستان کې د اداري فساد په وړاندې پر مبارزه ټينګار وکړ او ويې ويل، سوداګر يوازې په هغه صورت کې په افغانستان کې پانګونه کوي چې په دې هېواد کې قوي او شفافې ادارې جوړې شي.

XS
SM
MD
LG