د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مالونو د لېږد پرسر د وزیرو او ځدراڼو ډریورانو جنجال


د لویې پکتیا د بیلابیلو قومونو او په ځانګړي ډول د ځدران میشتو سیمو د باروړونکو لاریو ډریوران، چې د جنوبي وزیرستان له واڼه څخه خوراکي او غیر خوراکي توکي واردوي، وايي چې وزیرستاني ډریوران د ترانسپورټ قوانین تر پښو لاندې کوي او دوی ته د مالونو په لیږد کې قانوني نوبت نه ورکوي.

د لویې پکتیا د بیلابیلو قومونو او په ځانګړي ډول د ځدران میشتو سیمو د باروړونکو لاریو ډریوران، چې د جنوبي وزیرستان له واڼه څخه خوراکي او غیر خوراکي توکي واردوي، وايي چې وزیرستاني ډریوران د ترانسپورټ قوانین تر پښو لاندې کوي او دوی ته د مالونو په لیږد کې قانوني نوبت نه ورکوي.

د تېرې پنجشنبې پر ورځ د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د لویې پکتیا اته سوه د لاریو ډریورانو د اعتراض په بڼه خپل موټرونه ودرول او د یاد ولایت د ځايي چارواکیو يې وغوښتل، چې د دوی ستونزې ته حل لاره پیدا کړي.

د واڼه او پکتیکا د لارې په اوړدو کې اته سوه د لویې پکتیا او دوه سوه د وزیرو د قوم لیني لارۍ چلیږي، د دوی تر منځ جنجال په دی، چې د وزیر قوم ډریوران وايي، د لویې پکیتکا د ډریورانو په اندازه دې د وزیرو لارۍ هم بار شي، خو دا بل لوری ترانسپورتي قوانین مخې ته کوي او وايي، ټولو لاریو ته باید په نوبت وار ورکړل شي.

د لویې پکیتا ډریوران غوښتنه کوي، که د وزیرو د قوم ډریوران د دوی قانوني غوښتنه نه مني، نو افغان حکومت دې په انګور اډه کې نوی اډه جوړه کړي، چې افغاني ډریوران بیا د همدې ځایه د افغانستان هرې سیمې ته مالونه انتقال کړي.

د لعل محمد په نوم یو ډریور مشال راډیو ته وايي، که د دوی ستونزو ته حل لاره پیدا نه شي، نو د دوی موټر به په اونیو نوبت ته ولاړ وي او وزیر ډریوران به په هرو دوه ورځو کې مالونه لیږدوي:

((دوی راته وايي، چې په قومي لحاظ راسره ولاړ شئ، موږ ورته وایو چې د ترانسپورټ چې کوم اصول وي، په هماغه اصولو به عمل کوو، ځدراڼ، تڼي، منګل، ګربز دا ټول قومونه دلته دي، که زموږ خبره ونه منل شي، نو د دوی د موټرونو تګ او راتګ به هم موږ ونه منو.))

معترضو ډریورانو ګواښ وکړ که دوی سره د پولې ها خوا د ترانسپورت د قوانینو سره سم چلند ونه شي د وزیرو موټرو ته به د پولې دې خوا راتګ ته اجازه ورنه کړي.

معترضینو خپله ستونزه د پکتیکا له سرپرست والي محب الله صمیم سره هم شریکه کړه، نوموړي مسله د یاد ولایت ترانسپورټ ادارې ته وسپارله، تر څو دې ستونزې ته د ترانسپورټ د قوانینو په رڼا کې یوه دایمي حل لاره پیدا کړي.

د ترانسپورت مشر کشمیر مشال راډیو سره په یوه ځانګړي مرکه د دې مسلې له پاره کومه مشخصه طرحه وړاندې نه کړه.

ده وړاندیز وکړ، چې دا ستونزه په داخل کې نه ده، نو باید د جنوبي وزیرستان د ترانسپورټ مسوولین يې حل لاره پیدا کړي، یا دې د وزیرو او ځدراڼو قومي مشران په خپل منځ کې سره او د جرګې له لارې ته دا مسله هواره کړي.

نوموړي په انګور اډه کې د افغان موټروانانو لپاره د اډې د جوړولو په اړه وویل، چې د نوي کابینې جوړیدو وروسته د افغانستان په خاوره کې د دویمې اډې د جوړیدو وړاندیز وکړي، تر څو افغان ډریوران له دې ځایه د افغانستان هر کونج ته خپل موټرونه وچلوي.

XS
SM
MD
LG