په نړۍ کې له ماینونو او نورو بمي چاودنو تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په افغانستان کې ماشومانو ته اړولې ده.
د ماینونو د بندیز لپاره د مبارزې نړیوالې ادارې د مځکنیو ماینونو د څارنې په کالني راپور کې ویلي چې په ۲۰۱۳کال کې په نړۍ کې ( دوه زره څلور سوه درې )تنه د ماینونو په چاودنو وژل شوي چې نیمايي یې ماشومان دي.
د دې ادارې په وینا د ماینونو په چاودنو کې تر وړم کال د ماشومانو ځاني زیان په سلو کې اووه زیات شوي دي.
د دې ادارې په کالني راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۱۳ م کال کې په افغانستان کې(څلور سوه اووه اتیا) تنه په ماینونو وژل شوي چې دا په همدغه کال په نړۍ کې په ماینونو د ټولو وژل شویو ماشومانو نژدې نیمايي کېږي.
له افغانستان وروسته تر ټولو زیات ماشومان په کولمبیا کې د ماینونو قرباني شوي دي.
په کولمبیا کې ۵۷ ماشومان وژل شوي، ورپسې زیات ماشومان په شام کې وژل شوي دي.