د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو غواړي پر روسيې خپله توجه زیاته کړي


په داسې حال کې چې ناټو په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته رسوي اوس دا تړون غواړي بیرته د روسيي لور ته خپله توجه زیاته کړي.

په داسې حال کې چې ناټو په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته رسوي اوس دا تړون غواړي بیرته د روسيي لور ته خپله توجه زیاته کړي.

د ناټو د اته ویشتو غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په بروکسل کې په خپله غونډه کې د روسيي له لوري او نورو ګواښونو پر وړاندې د چټک غبرګون د یوه ځواک پر جوړولو موافقه کړې ده.

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وویل د اوس لپاره د دې ځواک جوړل موقتي دي او په ۲۰۱۶ کال کې به دایمي بڼه غوره کړي.

نوموړي د سه شنبې پر ورځ په بروکسل کې وویل ناټو به له خپلو غړو او متحدانو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د بروکسل په غوڼده کې د افغانستان او د روسيي په اړه خبرې او بحثونه وشول.

د ناټو غړو هیوادونو د بروکسل په غوڼده کې راتلونکې م کال په افغانستان د دې تړون د مشورتي ماموریت په پیلولو هم سلا وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دې غونډې پر مهال وویل له افغان ځواکونو څخه د نړیوالو ملاتړ لا هم د افغانستان لپاره ډېر اهمیت لري.

( د پریکنده ملاتړ ماموریت له افغان ځواکونو څخه چې د خبل هیواد امنیتي چارې يې پر غاړه اخستي ،د ناټو د ملاتړ یوه نوې مرحله ده.د طالبانو وروستیو حملو وښودله چې د یوه باثباته ،او کامیاب افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې ملاتړ څومره حیاتي اهمیت لري.)

که څه هم چې د افغانستان مسله په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې د اجنډا مهمه برخه وه خو د اوکراین او روسيي موضوعاتو دا غونډه تر خپل سیوري لاندې راوستې وه.

ناټو او اوکراین پر روسيي تور پورې کوي چې د اوکراین له بیلتون غوښتونکو څخه پوځي او مالي ملاتړ کوي.

روسيي بیا دا تور نه مني.

اروپايي ټولنې او امریکا د اوکراین دشخړې له امله پر مسکو بندیزونه هم لګولي او ویل کیږي چې د مسکو او لویدځ ترمنځ اړیکې د سړې جګړې د وخت حالت ته ګرځیدلي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والستر شتاین مایر وايي د اوکراین او روسيي د مسلو لپاره باید سیاسي حل لاره وموندل شي.

( زه فکر کوم چې د اوکراین د ختیځ وضیعت ته په پام سره موږ اړ یو چې فکر وکړو په څه ډول په بشپړه توګه د وضیعت د خرابیدو او دا چې حالت پوځي بڼه غوره نه کړي ،مخنیوی وکړو. سیاسي ګامونو او بهرنۍ پالیسي باندې غور ته اړتیا ده خو خپلواکه شبکې باید وروستي راپورنه وڅیړي.)

له سړې جګړې وروسته په ظاهره ناټو تړون د روسيې پر وړاندې خپله توجه کمه کړې وه.

XS
SM
MD
LG