د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جميعت علما اسلام د سند صوبې جنرل سېکرټري ووژل شو.


د پاکستان د جميعت علما اسلام (فضل الرحمان ډلې) د سند صوبې د جنرل سېکرټري (عمومي منشي) ډاکټر خالد محمود سومرو تر وژنې وروسته د داخلي سند په ځينو سيمو کې کاروبارونه او تعليمي ادارې تړل شوي دي.

د پاکستان د جميعت علما اسلام (فضل الرحمان ډلې) د سند صوبې د جنرل سېکرټري (عمومي منشي) ډاکټر خالد محمود سومرو تر وژنې وروسته د داخلي سند په ځينو سيمو کې کاروبارونه او تعليمي ادارې تړل شوي دي.

پوليس چارواکو مشال راډيو ته ويلي چې خالد سومرو نن(شنبه)د سکر ضلعې په يوهمدرسه کې د سهار تر لمانځه ادا کولو وروسته له مدرسې څخه راوتلی وو چې وسلوالو پرې ډزې وکړې. نوموړی په ياده سيمه کې د پېغام امن په نامه کانفرنس کې د ګډون لپاره تللی وو. د ياد ګوند مشر مولانه فضل الرحان له مشال راډيو سره په خبرو کې ويلي، کېدی شي پر دوی باندې بريدونه له دې وجې کيږي چې دوی د ټوپک راپورته کولو پرځای پرامنه سياست کول غواړي.

ياده دی وي چې د جميعت علما اسلام (ف) ډلې پر مشر مولانا فضل الرحمانهم تېره مياشت د بلوچستان په کوټه ښار کې ځانمرګی بريد شوی و چې نوموړی روغ ترې وتل و خو يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د جميعت عملما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د مولانا خالد محمود سومرو وژنه غندلې او وايي چي نن به يې ګوند په دې اړه يوه رسمي تګلاره اعلان کړي. له نوموړي سره عبدالحي کاکړ مرکه کړې او په سر کېيې د ده غبرګون پوښتل دی:

له مولانا فضل ارحمان سره مرکه

د جميعت علما اسلام د سند صوبې جنرل سېکرټري ووژل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:42 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG