د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې ورزش د پولیسو او عوامو اړیکې نږدې کړې دي


د پولیسو او ملکي وګړو د ورزشکارانو په منځ کې ګډ سپورټي تمرینونه او لوبې د دواړو خواوو د اړیکو د ټینګښت او یو تربله د همکاریو د ډېریدو لامل ګرځي او په دې سره په ښار او سیمه کې د ډيریو امنیتي پېښو په ځانګړي ډول د جنايي جرمونو مخه نیول کیږي

د پولیسو او ملکي وګړو د ورزشکارانو په منځ کې ګډ سپورټي تمرینونه او لوبې د دواړو خواوو د اړیکو د ټینګښت او یو تربله د همکاریو د ډېریدو لامل ګرځي او په دې سره په ښار او سیمه کې د ډيریو امنیتي پېښو په ځانګړي ډول د جنايي جرمونو مخه نیول کیږي او پولیسو ته په بریالیتوب سره د خپلو وظایفو د اجراء زمینه برابروي.

یادې څرګندونې نن د جمعې پر ورځ خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت مشال راډيو سره د ورزشکارو پولیسو او د خوست د سپورټمینانو تر منځ د ګډو ورزشي نمایشاتو د اجراء په مراسمو کې وکړې:

((کله چې د پولیسو او عوامو تر منځ اړیکې نږدې وې، د امنیت په ټینګولو او عامه نظم په ساتلو کې ډېر مثبت رول لري، موږ غواړو دې ته لانوره پراختیا ورکړو، هر څوک چې ورزش کوي، هغه ښه صحت لري، ښه فکر لري، خپل فامیل او ټولنې ته ښه خدمت کولای شي.))

یادې ورزشي لوبې د کورنیو چارو وزارت د ولسي پولیسو د ادارې او په سویل ختیځ زون کې د ورزش او ځوانانو د پرمختیايي سازمان د ګډ پلان له مخې پرمخبېول کیږي.

د یاد سازمان د سویل ختیز زون مشر محمدیونس اهنګر مشال راډیو ته وویل، چې د دې لوبو ستره موخه داده، چې د ولس او پولیسو تر منځ همغږیتوب زیات شي، د دوی تر منځ یووالی رامنځته شي، د مخدره توکو پرضد مبارزه ګډه بڼه واخلي او د پیښو په اړه ولس مخکې له مخکې امنیتي ځواکونو سره مالومات شریک کړي:

((د پولیسو او عوامو واټن به ختم شي، موږ چې تېر کال دا پروګرام عملي کړی وو، زموږ د مالوماتو له مخې دوی د منفجره توکو او نورو تخریبي کړنو په باب پولیسو سره ډېر کمک کړی وو، د مخدره توکو او انتحاري بریدونو په شنډولو کې خلکو مرسته کړې وه، هدف مو همدا دی چې د پولیسو او عوامو تر منځ همکاري ټینګه شي.))

د پولیسو له لیکو څخه یو تن ورزشکار جانان او د عوامو ورزشکارو له منځه عبدالولي خان وايي، چې دا ډول ګډې برنامې له هر لحاظه ګټورې دي او باید دا ډول ډېرو برنامو عملي کېدو ته زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خوست امنیتي چارواکيو تل د امنیت د تامین په کار کې د خلکو د همکارۍ څخه رضایت څرګند کړی او ویلي يې دي، چې د خلکو او پولیسو نږدې اړیکې د دې لامل شوې، چې په خوست کې د جنايي جرایمو او امنیتي پیښو ګراف د پخوا په پرتله څو برابره کم شي.

XS
SM
MD
LG