د کندهار د مرستيال والي عبدالقدیم پتیال جنازه د دغه ولايت د پوهنتون د مشاهيرو په هديره کې خاورو ته وسپارل شوه. په عین حال کې د کندهار فرهنګیان د پتیال وژنه د دغه ولایت لپاره یوه لویه فرهنګي ضایعه بولي. طالبانو په خپل تازه پیغام کې د نوموړي د وژل کېدو مسوولیت منلى دى.
د ازادۍ راډيو خبريال محمد صادق رښتينى د عبدالقديم پتيال د جنازې د مراسمو عکسونه رالېږلي
عبدالقديم پتيال خاورو ته وسپارل شو

۵
په کندهار کې د وژل شوی مرستیال والي عبدالقدیم پتیال د جنازې لمونځ کېږي

۶
په کندهار کې د وژل شوي مرستیال والي عبدالقدیم پتیال تابوت د افغانستان په ملي بېرغ کې نغښتی

۸
کندهار: د وژل شوي مرستیال والي عبدالقدیم تیال وروستی دیدار کېږي

۱۱
په کندهار کې وژل شوی مرستیال والي عبدالقدیم پتیال د یوې خبري غونډې پر مهال