د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حکومت له وچکالۍ ځپلو سره مرستې کوي


د بلوچستان وزیراعلی ډاکتر عبدالمالک بلوڅ وايي، حکومت يې د وچکالۍ او سیلاونو له متاثره خلکو سره مرستې کوي، او په لومړي سر کې يې حکومت د دې لپاره د يو ارب روپيو اعلان کړی دی.

د بلوچستان وزیر اعلی ډاکتر عبدالمالک بلوڅ وايي، حکومت يې د وچکالۍ او سیلاونو له متاثره خلکو سره مرستې کوي، او په لومړي سر کې يې حکومت د دې لپاره د يو ارب روپيو اعلان کړی دی.

ډاکتر عبدالمالک بلوڅ زیاتوي، د نیلوفر نومي طوفان لپاره له سمندر سره په څېرمه سیمو کې امنيتي تدابیر نیولي دي. خدای نور ناصر پرې رپوټ راکوي.

د بلوچستان وزیراعلی ډاکتر عبدالمالک بلوڅ په صوبه کې د چکالۍ ځپلو سیمو لپاره د مرستې اعلان کړی او په لومړي سر کې يې د دې لپاره يو ارب روپۍ جلا کړې دي.

مالک بلوڅ د چارشنبې ماځيګر دا خبرې په يوه خبري غونډه کې کړې. ډاکټر بلوڅ وویل، حکومت يې نه يواځې له وچکالۍ ځپلو سره بلکې له سیلاو ځپلو او د زلزلې له متاثرينو سره هم ورته مرستې کوي.

مالک بلوڅ وايي د سرفرازبګټي او بابت لالا په مشرۍ کې يې يوه کمېټۍ جوړه کړې، چې ډېر ژر به د ټولو وچکالۍ ځپلو سیمو دورې کوي، او وروسته به مرستې هم ور ورسوي.

((د دې لپاره چې د دې وچکالۍ ځپلو سیمه پېژندګلوي وشي، موږ د دوی د مالومولو دوې لارې غوره کړې دي. چې په هغه کې يې يوه همدا سیاسي لاره ده، چې د وزیرانو په مشرۍ کې کمېټۍ ده. او بله لاره يې د هغو سیمو د ډپټي کمشنرانو ده، چې هغوي ته هم موږ ویلي، چې بشپړه مالومات دي وکړي. او له موږ سره يې شریک کړي. په لومړي سر کې موږ ددې لپاره يو ارب روپۍ ايښې دي)).

د بلوچستان وزیر اعلی په دې خبري غونډه کې خبریالاتو ته وویل، د نیلوفر طوفان لپاره يې له سمندر سره څېرمه په اړونده ټولو سیمو کې امنيتي تدابیر بشپړه کړي، او د دې سیمو ټولو لوړپوړو چارواکو ته يې امر کړی، چې د چارشنبې له ورځې بیا تر جمعې پوري دي هيڅوک هم سمندر ته نه پرېږدي.

((د نیلوفر په نامه يو طوفان چې د چارشنبې په سهار له ګوادر سیمې څخه د نهه سوه کیلومیترو په فاصله وو. نو موږ له سمندر سره په ټولو نيژدو سیمو کې له جيوني بیا تر سونمياني پورې د لوړپوړو چارواکو ذمه واري لګوې، چې هلته دي سمندر ته څوک نه پرېږدي. ځيني کارپوهان وايي، چې کېدلای شي، دا طوفان د شمال لور ته ولاړ شي. چې ورسره د تېز باران او تېزو هواو خطره ده)).

د بلوچستان وزیر اعلی ډاکټر عبدالمالک بلوڅ په خبري غونډه کې زیاته کړه له وچکالۍ ځپلو سیمو سره به تر خپله وسه مرستې کوي، او که چېري بیا مرستې د صوبايي حکومت تر واک واوښتې نو مرکزي حکومت ته به هم خواست کوي، چې په دې لړ کې د دوی مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG