د لاسرسي ځای

تازه خبر

"عدالتونه دي قبایلي سیمو ته وغزول شي"


د پاکستان سینټ غوښتنه کوي چې د ملک د اعلی عدالتونو ساحه دې قبایلي سیمو ته هم وغزول شي.

د پاکستان سینټ غوښتنه کوي چې د ملک د اعلی عدالتونو ساحه دې قبایلي سیمو ته هم وغزول شي.پرون ماښام ،په سینټ کې دا قرارداد د پاکستان پیپلز پارټۍ یو مشر فرحت الله بابر وړاندې کړ.

سینیټر فرحت الله بابر وایي دغه قرارداد یې ځکه وړاندې کړ ، چې د قباییلي ولس د حقونو تحفظ وکړل شي.

په دغه قرارداد کې وییل شوي، چې د ایین د یو ای سي ارټیکل ترمخه قبایلي سیمې هم د پاکستان برخه ده، او باید ارټیکل ۲۴۷ ختم کړل شي، او د فاټا خلک هم عدالتونو ته لاس رسی ولري.

د جنوبي وزیرستان سینټر صالح شاه بیا وایې دوی د دغه قرارداد حمایت کوي. او باید قباییل هم په خپلو سیمو کې عدالتونه او قاضیان ولري ، او دا شان خپلې مسلې د قانون په دایره کې هوارې کړي.

سینټر صالح شاه وایي په دې اړه به په پارلمان کې بل وړاندې کیږي، او د قباییلو د پارلمان غړي به پر دې بحث هم کوي.

نوموړي زیاته کړه باید د فاټا خلکو ته دې هم د ښاري سیمو په څیر د سپریم کورټ او د هايي کورټ د سیوري لاندې انصاف ورکړل شي.

په قبایلي سیمو کې د انګریزانو د زمانې نه پاتې د ایف سي ار قانون لاندې پریکړې کیږي ، او قباییل د دغه قانون سخت مخالفت کوي. بلخوا قبایلي مشرانو د سینټ ددې اقدام هرکلی کړی دی.

XS
SM
MD
LG