د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر په باړه کې له تازه نښتو امنیتي سرتیري او وسله وال مړه او ژوبل


د خېبر ایجنسۍ پولیټیکل چارواکي وايي، چې بېګا د باړې په سپاه سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځه په نښته کې درې امنیتي سرتیري وژل شوي دي او ۱۰ ژوبل دي. او درې وسلوال ووژل شول او څلور ژوبل شوي دي.

د خېبر ایجنسۍ پولیټیکل چارواکي وايي، چې بېګا د باړې په سپاه سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځه په نښته کې درې امنیتي سرتیري وژل شوي دي او ۱۰ ژوبل دي. او درې وسلوال ووژل شول او څلور ژوبل شوي دي.

چارواکو د نن (پنجشنبه) سهار مشال راډیو ته ویلي دي چې وسله والو پر امنیتي ځواکونو په داسې حال کې برید وکړ چې کله هغوی خپلو نورو ملګرو ته ځیره (راشن) وروړله.

بلخوا د خېبر سرکاري چارواکي او ځاي خلک وایي چې بېګا د باړې په بیلا بیلو برخو کې په کورونو باندې د تومارټر ګولو له پرېوتو لږترلږه څلور ولسي وګړي وژل شوي دي او ۱۵ ژوبل دي،چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي،

د دوی په خبره ښایي د ژول شوي شیمره زیاته وي ځکه چې په سیمه کې د ګرځبندیز له امله ژوبل شوي کسان ډېر په مشکله باندې روغتونونو ته رسوي او د کره معلوماتو په تر لاسه کولو کې هم مشکلات دي،او نن یوازې د سپاه سیمې خلکو ته د امنیتي ځواکونو له خوا ویل شوي دي چې دغه سیمه دې خالي کړي.

همدا راز د تېرو څو ورځو راهیسې د کرځبندیز او لارو بندیدو له باړې تر پېښوره د بټه تل پر لاره په سلګونه خلک راروان دي او خپل کورونه یې پرېښي دي.

یاده دې وي چې امینتي ځواکونو د روانې اکتوبر میاشتې له شپاړلسمې نیټې د خېبر ایجنسۍ په تیرا او باړه کې د وسله والو پرضد د (خېبر یو) په نامه تازه پوځي عملیات پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG