د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست له زندانه ۴۳ بندیان خوشي کړل شول


د ۶۲ مه ګڼه فرمان له مخې د خوست له زندانه ۴۳ بندیان، چې ۴۱ تنه يې سیاسي او دوه نور يې جنايي بندیان وو، د بنده ازاد شول، همدارنګه ۱۲۹ تنه بندیان چې د بیلابیلو جرمونو د ارتکاب په جرم زندان کې دي او د بند مودې يې هم مختلفې وې، د دوی د بند په موده کې کموالی راغی.

د ۶۲ مه ګڼه فرمان له مخې د خوست له زندانه ۴۳ بندیان، چې ۴۱ تنه يې سیاسي او دوه نور يې جنايي بندیان وو، له بنده خوشي کړل شول، همدارنګه ۱۲۹ تنه بندیان چې د بیلابیلو جرمونو د ارتکاب په جرم زندان کې دي او د بند مودې يې هم مختلفې وې، د دوی د بند په موده کې کموالی راغی.

بلخوا یو شمېر ازاد شویو بندیانو مشال راډیو سره په خبرو کې د خلکو غوښتنه کوله، چې باید د قانون په رڼا کې خپل ژوند سمبال کړي، او د داسو عملونو مرتکب نه شي، چې وروسته يې لاسونه پرې تړل کیږي.

په خوست کې څه موده مخکې یو شمېر هغه بندیانو، چې د اسد د ۲۸ مې یا د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د پخواني ولسمشر د ۶۲مه ګڼه فرمان په تطبیق کې د ځنډ له کبله د اعتراض په بڼه خپلې خولې ګنډلې وې، د فرمان د محتویاتو د روښانتیا وروسته د سه شنبې پر ورځ د بنده ازاد شول.

د خوست د ښاري محکمې رئیس وویل، چې د دې فرمان له مخې د خوست له زندانه یو شمېر بندیان پخوا خوشي کړل شوي وو، خو د ځینو نورو بندیانو د خوشي کېدو له پاره د فرمان وضاحت شرط وو، چې دا دی اوسمهال پاتې ۴۳ بندیان هم ازاد شول او د ۱۲۹ بندیانو د بند په موده کې کموالی راغی:

((د ۶۲مه ګڼه فرمان په ۱۱ مه ماده کې مشکلات موجود وو، مشکلات دا وو هغه محبوسین چې د نیول کېدو د وخت نه درې، څلور کاله يې دوسیه ځنډ ته لویدلې وې، هغوی د فرمان پر اساس باندې هغوی کولای شي، د وخت د ستګیری نه د دې فرمان دمزایاوو نه استفاده وکړي، په همدې نتیجه کې د خوست د محبس نه ۴۳ نفره محبوسین رها شول او د ۱۲۹ تنو د حبس په موده کې کموالۍ راغی.))

د خوست د استناف څارنوالی رئیس شعیب ثابت مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د دوی اداره به د قانون د تطبیق په برخه کې د ټولنې د ټولو افرادو سره یو ډول چلند وکړي او په دې کې به د مالدار او بې وزله همدارنګه حکومتي او غیر حکومتي کس مسله موجوده نه وي:

((د قانون د تطبیق ساحه د ټولو له پاره یو شانتې ده، که هغه غریب وي، که هغه مالداره وي، که هغه دولتي کس وي او که غیر دولتي کس وي، خو زه د ځان له خوا تاسو ته دا ډاډ درکوم، چې د قانون د تطبیق په برخه کې خان او غریب فرق نه شم کولای، که تاسو وګورئ په محبس کې دولتي چارواکي هم بندیان دي، یانې زموږ اجراات د حق او باطل په استناد دي.))

د بند څخه دوه تنه ازاد شویو کسانو په خپلو خبرو کې د خلکو څخه د قانون په رڼا کې د اوسیدو غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې د مغرضو خلکو په تشو خبرو دې نه غولیږي:

((زما نوم قاري شمس الله د تڼیو ولسوالۍ اوسیدونکی یم، په اته کاله بند محکوم شوی وم، سیاسي جرم مې دی، درې کاله مې پاخه تېر کړل، موږ د پخواني ولسمشر حامد کرزي په فرمان خوشي شو، خو په دې کسانو کې اکثره سیاسي بندیان وو.

۲-زه عبدالقادر د غزني ولایت اوسیدونکی یم، تقریباً ۲۲ میاشتې کیږي، چې په خوست محبس کې بندي وم، هغه وروڼه چې د نورو خلکو په خبرو غولیږي او یا نور خلک ورته څه خبرې کوي، زما ورنه غوښتنه داده چې د ځان ځای او چوکاټ دې وپيژني او په قران او اسلام دې منګولې خښې کړي.))

یاده دې وي، چې دا مهال د خوست په زندان کې څه د پاسه پنځه سوه بندیان موجود دي، چې نهه يې ښځې دي، درې اونۍ وړاندې په بیلابیلو ولایتونو کې په یو وخت ګڼو بندیانو د خپلو غوښتنو د ترسره کیدو لپاره د په خوړلو په احتجاج لاس پورې کړی وو، دوی ویل چې دوسیې يې په ځنډ څېړل کیږي او رښتینی عدالت هم نه پلی کیږي.

XS
SM
MD
LG