د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې سږکال د احمدي ډلې ۱۳ غړي وژل شوي دي


په پاکستان کې د احمدي ډلې چارواکي وایي، سږکال د دوی د ډلې ۱۳ غړي د پاکستان په بیلا بیلو سیمو کې په نښه شوي دي.

په پاکستان کې د احمدي ډلې چارواکي وایي، سږکال د دوی د ډلې ۱۳ غړي د پاکستان په بیلا بیلو سیمو کې په نښه شوي دي.

د یادې ډلې ویاند سلیم الدین مشال راډیو سره په خبرو کې ویلي د چارشنبې او پنجشنبې په منځنۍ شپه د پنجاب په کامره کې د عالم بټ په نوم د دوی د ډلې یو بل غړی نامالومه وسله والو وژلی دی،

نوموړي زیاته کړه عالم بټ د پاکستان د هوایي ځواکونو ریټارډ افسر او په کامره کې د کتابونو د پلورنځي مالک و.

((زموږ د وژل شویو ټولو غړو د هېچا سره شخصي دشمنۍ نه وې، دوی یوازې په دې نامه وژل کیږي چې احمدیان دي، ځینې خلک زموږ په خلاف سمینارونه کوي او په اخبارونو کې د اعلانونو له لارې موږ واجب القتل ګڼي خو ریاست زموږ د خوندې کولو په موخه هېڅ نه کوي او همدا وجه ده چې په پاکستان د احمدي ډاکترانو،پوهانو او هنرمندو وژنه دوام لري))

سلیم الدین زیاته کړه په روان کال کې د احمدیانو د وژنې زیاتره پېښې په کراچۍ او د سند صوبې په نوابشا او مېرپور په سېمو کې مخې ته راغلي دي، همدا راز د پاکستان په نورو برخو کې هم د دوی وژنه دوام لري.

په پاکستان کې تر دوه نیم میلونو احمدي وګړي ژوند تېروي،د دوی دا شمیر تر بل هر یو هیواده زیات دی، په پاکستان کې په ۱۹۷۴ کال کې احمدیان غېر مسلمه ګرځول شوي او دوی اوس مذهبي لږکیو کې شمېرل کیږي.

د انساني حقونو لپاره کارکونکي ګوندونه وایي، په پاکستان کې مذهبي لږکي ورځ تر بلې د ناخوندیتوب پله روان دي ، د پاکستان لپاره د انسانیي حقونو د کمیشن مشر چارواکي امرنات موتو لال په دې اړه مشال ریډیو ته وایي:

((په پاکستان کې د مذهبي لږکیو لپاره حالات ډېر خراب دي،د مذهب په اساس د لږکیو وژنه دوام لري د احمدیانو او مذهبي لږکیو سره دا سلوک د تېرو دریو لسیزو راهېسي روان دی او اوس حال دادې چې د دوی د قبرونو سپکاوي هم شوي او په عبادت ځایونو یې حملې هم کېږي. د پاکستان هېڅ یو داسې ښار نشته چې هلته دې مذهبي لږکيو ته د سر او مال خطره نه وي))

امرنات موتو لال زیاته کړه، په پاکستان کې استوګن مذهبي لږکي د دې هیواد وګړي دي او د پاکستان د قانون ترمخه حکومت په دې مکلف دی چې د مذهبي لږکیو خوندیتوب او مذهبي خپلواکي باوري کړي.

XS
SM
MD
LG