د لاسرسي ځای

تازه خبر

له خوستیانو سره د کړو ژمنو وخت راورسېد. اشرف غني


له خوستیانو سره د افغان ولسمشر اشرف غني ویډيويي غونډه
له خوستیانو سره د افغان ولسمشر اشرف غني ویډيويي غونډه

ولسمشر احمدزي د دوشنبې ورځ د یو ویډیويي کنفرانس له لارې د خوست قومي مشرانو، حکومتي مسوولینو، روڼ اندو او د مدني فعالانو سره په خبرو کې وویل، چې اوس د ټاکنیز کمپاین پر مهال د خوستوالو سره د کړو ژمنو د عملي کیدو وخت رارسیدلی

ولسمشر اشرف غني احمدزي خوستوالو ته وویل، چې د دوی د ټولو مهمو غوښتنو د ترسره کیدو له پاره به اقدام کوي او په دې اړه د شویو پرمختیاوو جریان به د یوې میاشتې په دننه کې خوستوالو سره نیغ په نیغه شریک کړي.

ولسمشر احمدزي چې نن د دوشنبې په ورځ د یو ویډیويي کنفرانس له لارې د خوست د قومي مشرانو، حکومتي مسوولینو، روڼ اندو او د مدني فعالانو یوې ناستې ته خبرې کولې، وویل چې اوس د ټاکنیز کمپاین پر مهال د خوستوالو سره د کړو ژمنو د عملي کیدو وخت رارسیدلی او دی به هغه ټولې غوښتنې یوه په بله پسې عملي کړي.

اشرف غني احمدزي سره چې په دې ویډیويي کنفرانس کې د فوایدعامې وزیر نجیب الله اوژن په ګډون د ملي دفاع، اوبو او برښنا، ماليې، لوړو زده کړو او ترانسپورټ وزارتونو مرستیالان هم حاضر ول، وویل ، چې د کابل بانک د قضیې په شان به په خوست کې هم د حکومتي ځمکو د غاصبینو پر وړاندې اقدام وکړي:

((د دولتي ځمکو د غاصبینو لیست راولیږئ، اقدام کوو، تاسو ما ته ددې له پاره رایه نه ده راکړې، چې زه غاصبین ومنم، هماغه شان چې کابل بانک مې ونه مانه غاصبین نه منم، په انکشافي برخه کې دادی ټول معین صابیان او وزیر صیب فواید عامې تاسو سره په خپله وغږیده، مخصوصاً ترانسپورټ وزارت به خپله ژمنه درسره پوره کوي، څو دا دهوايي ډګر خبره موږ او تاسې سره ترسره کړو.))

په دې ویډیوي کنفرانس کې د خوست سرپرست والي عبدالجبار نعیمي افغان ولسمشر ته د یاد ولایت ځینې مهمې اړتیاوې وړاندې کړي:

((د خوست د نړیوال هوايي ډګر پروژه چې د خوست او هېواد ډېره مهمه حیاتي او اقتصادي پروژه ده په کار کې يې ژورې ستونزې موجودې دي، د غلام خان بندر له پاره وړاندیز کوو، چې د دې بندر د رسمي ترانزیټ له پاره دې د قرارداد هوکړه لیک ته زمینه برابره شي، همدارنګه غواړو چې خوست ته د وارداتي برښنا د انتقال بهیر ګړنۍ او په خوست کې دې ۷ زخیروي د اوبو بندونه جوړ شي.))

د ویډیويي کنفرانس ګډونوالو د ولسمشر اشرف غني احمدزي نه خوښي په ډاګه کړه، چې د دوی ټولې غوښتنې يې ومنلې او په یوه میاشت کې يې دوی سره د خپلو اجرااتو د شریکولو ژمنه وکړه، میرولي جان لکڼوال، صوات ګل خوستي او حاجي رسول محمدخان تڼي خپل نظرونه داسې راسره شریک کړل:

((۱-په رښتیا هم د ډاکټر صیب پیغام یو هیله بخښوونکی پیغام وو، ده خوستوالو ته اطمینان ورکړ، چې د یوې میاشتې په داخل کې به زه د ژمنو د پلي کولو جریان د ویډیويي کنفرانس له لارې تاسو سره شریکوم.

۲-موږ د محترم ولسمشر په هغو برنامو باندې قضاوت کوو، چې ده د کمپاین په وخت کې خلکو سره مطرح کړې وې، اوس يې موږ وینو چې په ډېر کم فرصت کې يې قدم په قدم په ډېر جدیت سره عمل شروع کړی او پرې روان دی.

۳-موږ داسې فکر کوو، چې ده په خبرو کې یو منفي ځواب هم نه وو، یا داچې دا کار اوس نه کیږي یا وروسته به وشي، یانې ده د خوستوالو ټولو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایه.))

په دې ویډیويي کنفرانس کې په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې د وزیرستاني کډوالو د ستونزو او اړتیاوو د پوره کولو په مسله هم خبرې وشوې، ولسمشر وویل، چې په دې اړه يې د ملګرو ملتونو سره موضوع شریکه کړې او ډېر ژر به په خوست او پکیتکا ولایتونو کې د وزیرستانیو کډوالو سره مرستې وشي.

XS
SM
MD
LG