د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ملاله یوسفزۍ او کېلاش ستیاني د ماشومانو حقونو اتلان دي'


ملاله یوسفزۍ او کېلاش ستیاني
ملاله یوسفزۍ او کېلاش ستیاني

د ناورېژي سولې نوبېل کمېټې مشر توربیان یاګلاند وویل چې کېلاش ستیارتي او ملاله یوسفزۍ د دوو جلا جلا هېوادونو دي خو د ماشومونو د حقونو لپاره مشترکه مبارزه لري.

نن ( جمعه) د ناروې په مرکز اوسلو کې د ۲۰۱۴ز کال لپاره د نوبېل سولې جایزه ملالې یوسفزۍ او د هند کېلاش ستیارتي ته ورکړل شوه چې په هند کې د بشري حقونو ساتونکی دی.

د ناورېژي سولې نوبېل کمېټې مشر توربیان یاګلاند په اوسلو کې د نوبېل امن جایزې اعلانولو پر وخت وویل، ”چې کېلاش ستیارتي په خپله یو ډېر تکړه او هوډمن سړی دی، او د ګاندي دود پر ځای کړی، هغه د دې پر ضد ګڼ سوله ییزه احتجاجونه او مظاهرې کړې، چې د مالي ګټو ترلاسه کولو لپاره دې دې د ماشومانو استحصال ودرول شي. هغه د ماشومانو حقونو لپاره د مهمو نړۍوالو غونډو په رامنځ ته کولو کې ونډه لرلې ده. “

د سولې نوبېل کمېټې مشر توربیان یاګلاند چې کله یوسفزۍ ګټونکې اعلانوله نو یې په خپلو څرګندونو کې د هغې ډېره ستاینه وکړه.

”د وړوکوالي باوجود ملالې یوسفزۍ په کلونو کلونو د نجونو تعلیم د حق لپاره مبارزه کړې، او دا یې وښودله چې ماشومان او ځوانان دواړه د خپل ژوند ښه کولو لپاره خپله ونډه ادا کوله شي. او ملالې په ډېر خطرناک حالات کې خپله مبارزه ترسره کړې ده. هغه په اتله مبارزه د نجونو تعلیم د حق لپاره یوه مخکښه ویانده جوړه شوله. “

د ناورېژي سولې نوبېل کمېټې مشر توربیان یاګلاند وویل چې کېلاش ستیارتي او ملاله یوسفزۍ د دوو جلا جلا هېوادونو دي خو د ماشومونو د حقونو لپاره مشترکه مبارزه لري.

”نوبېل کميټه د هندوانو او مسلمانانو لپاره دا یو مهم پړاو ګڼي چې یو هندوستاني او د پاکستان یوه وګړې د تعلیم او ستختدریځۍ غوندې هڅې یو ځای پرمخ یو سي. د جبر پر ضد او د ماشومانو او ځوانانو د حقونو لپاره مبارزه د ولسونو خپلوي ته ګټه رسوی، چې د نوبېل جایزې بنسټګر الفرډ نوبېل یې پر همدې بنیاد پیمانه ټاکلې وله. “

ملالې یوسفزۍ او کېلاش ستیارتي ته به دا انعام چې ۱۲ لاکه ډالر دی، د ناورې پلازمېنه اوسلو کې د سږ کال ډیسېمبر میاشتې پر لسمه نېټه ورکول کېږي، چې په دواړو کې به نیم په نیمه وېشل کېږي.

کېلاش ستیاني

​ ​د دې انعام لپاره سږکال په درو غوره کسانو کې د اېډورډ سنوډن، چې پروسږ کال په اوړي کې یې د امریکا له خوا د څار یا جاسوسۍ مالومات ښکاره کړل، دویم کس د کیتلېک عیسویانو مشر پوپ فرانسېس وو چې د بې وزلو خلکو د حقونو پېژندل شوی اتل دی. ده په نړۍ کې د پرمختیا او د دولت د بیا وېش غوښتنې کړې دي او درېیم نوم د ملالې یوسفزۍ وو چې په سوات کې یې د نجونو ښوونځیو ړنګولو پر ضد او تعلیم لپاره هلې ځلې کولې او بیا په ۲۰۱۲ز کال کې طالبانو وویشته.

ملاله یوسفزۍ پروسږ کال «۲۰۱۳م« هم د سولې نوبېل جایزې لپاره نومول شوې وه خو دا ځل یې میدان یووړ.

XS
SM
MD
LG