د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د اعدامونو په اړه د بښنې نړیوال سازمان څرګندونې غندو”


پرون د پنجشنبې پر ورځ ناوخته د خوست د علماوو شورا او یو شمېر دیني عالمانو د یوې خبري ناستې له لارې د پغمان د پېښې د ډله ییز جنسي تیري د عاملینو د اعدام په اړه د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د نړیوالې ادارې غبرګون وغانده.

پرون د پنجشنبې پر ورځ ناوخته د خوست د علماوو شورا او یو شمېر دیني عالمانو د یوې خبري ناستې له لارې د پغمان د پېښې د ډله ییز جنسي تیري د عاملینو د اعدام په اړه د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د نړیوالې ادارې غبرګون وغانده.

د پغمان د پېښې د ډله ییز جنسي تیري پنځه تنه عاملین او یو بل کس چې په غلاوو او قتلونو تورن وو د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د درې ګونو محکمو د پریکړې سره سم اعدام شول، خو د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو نړیوالې ادارې د یادو شپږو تنو اعدامول وغندل.

د مجاهدینو د ملي یووالي اسلامي تحریک مشر مولوي امین الله امین مشال راډيو ته وویل، چې د افغانستان د درې ګونو محاکمو دا حکم د ټولنې د روان او اړتیاوو سره برابر وو، ده د اعدام د حکم په اړه د ځینو نړیوالو سازمانونو غبرګون وغانده او هغه يې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وبلله:

((لکه څرنګه چې زموږ اسلامي حکومت د پنځو کسانو په اړه حکم کړی دی او یو غله باندې دا حکم د وخت، زمان او معاشرې سره ډېر صحیح وو، دا حکم د دې له پاره هم سم دی، چې خلک لږ د کنټرول او روعب لاندې راشي، هغه خلک چې د دې حکم په مقابل کې خبرې کوي، چې محکمه يې سمه نه وه، یا يې تحقیق سم نه وو شوی، دا زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده، دا باید ونکړي.))

د خوست د علماوو شورا رئیس مولوي شاه محمد محمدي وویل، چې د مجرمینو بخښل او هغو ته د قوانیو په رڼا کې سزا نه ورکول خلکو او هېواد سره ظلم دی.

نوموړي هم د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د نړیوالې ادارې وروستۍ څرګندونې د افغانستان د محاکمو د پریکړو او د دې هېواد د نافذه قوانیو سپکاوی وباله:

((د اعدام دا فیصله ډېره ښه فیصله وه، دا موږ د خوست د علماوو شورا تائیدوو، په دې فیصله ځکه باید نیوکې ونه شي، چې دا د افغانستان په قوانیو او داخلي چاروکې لاسوهنه ده، مجرمینو ته باید بخښنه ونه شي، ځکه مجرم ته د بخښنې کول دا د ملت سره او هېواد سره د ظلم کول دي.))

د خوست یو تن دیني عالم مولوي محمدداود وقفي وايي، چې که د افغانستان حکومت غواړي، په ټولنه کې اصلاح او امن راشي، نو په همدې توګه دې په مجرمینو شرعي حکمونه پلي شي:

((که چیرې موجوده نظام غواړي، چې خپله ټولنه د غلو نه، دا ټولنه د فسادګرونه، دا ټولنه د لارشوکونکو نه په امن کې پاتې شي، نو دوی دې په غله باندې، په قطاع الطریق باندې، په قاتل باندې او په زاني باندې شرعي حکم تطبیق کړي، همدا شرعي حکم به زموږ ټولنې ته امن راولي.))

یاده دې وي، د اګست په ۲۳مه د پوليسو په کالو کې د وسله والو کسانو يوې ډلې د پغمان ولسوالۍ په سيمه کې دوه موټر ودرول. له سپرلیو څخه يې زر او پیسې ولوټلې او په سورليو کې يې پر څلورو ښځو جنسي تېری وکړ.

د افغانستان پخواني جمهور ريیس حامد کرزي حتی د وروستۍ محکمې د حکم مخکې د دې خلکو د مرګ د سزا غوښتنه کړې وه او د خپلې کاري دورې له ختمېدو يوه هفته مخکې يې د دې خلکو د اعدام حکم لاسليک کړی وو.

XS
SM
MD
LG