د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شکایتونو کمېسیون د ولایتي شوراګانو رایو څېړنې انتخاباتو کمېسیون ته استوي

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون چارواکي وايي چې د افغانستان د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د وروستیو نتیجو څیړنې نن د انتخاباتو خپلوا کمیسیون ته استوي.

د دغه کمیسیون رییس عبدالستار سعادت نن په یوې خبري غونډه کې وویل د انتخاباتو خپلواک کمیسیون حق لري دوی ته د انتخاباتو د نتایجو د څیړنو له رسیدو وروسته ترڅلور ویشتو ساعتونو پورې اعتراض وکړي دهغې پرته دا وروستۍ نتیجې دي.

ښاغلي سعادت وویل چې د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د نتیجو په اعلان کې د ځنډ لامل د نورستان ولایت د انتخاباتو کمیسیون نه همکاري او همدرانګه په یوه وخت کې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو ترسره کیدل وه.

نوموړي وویل چې د تفتیش او بیا شمیرلو په پروسه کې د لومړنیو نتایجو د اعلان له مخې د ولایتي شوراګانو بریالیو او همدارنګه نا بریالیو کاندیدانو ګډون کړی وه او په شفاف ډول سرته ورسیده.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG