د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابلبانک تورنو کسانو نیولو لپاره له نړیوالو پولیسو مرسته غوښتل شوې


کابل - د افغانستان لویه څارنوالي وايي د کابل بانک د قضیې د نولسو تورنو له ډلې ډېر کم تعداد په بهرنیو هیوادونو کې میشت دي چې د نیولو لپاره یې ددې ادارې او نورو ارګانونو هڅې روانې دي.

د دې ادارې ویاند عبدالبصیر عزیزي د پنجشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل د دې قضیې د تورنو د نیولو لپاره له انټرپول مرسته غوښتل شوې او ځینې پرمختګونه هم شوي دي.

((کم اشخاص یې په خارج کې دي. د هغوي ادرسونه هم مخکې ډېر دقیق نه و. موږ د انټرپول او نورو ادارو سره په تماس کې یو د وزارت خارجې له لارې هغه هیوادونه چې له موږ سره همکاري لري دلته سفارتونه لري. دوی کولای شي چې د افغانستان له حکومت سره همکاري وکړي. هغه مسوولین چې د کابل بانک په دوسیه کې د محاکمو له خوا محکوم شوي هغوي بېرته افغانستان ته انتقال شي.))

د عزیزي په خبره هیله مندي شته د جنايي پولیسو د نړیوال سازمان او نورو ادارو په همکاري د کابل بانک د قضیې ځينې تورن کسان بېرته افغانستان ته راوستل شي او دلته خپله سزا وویني.

عزیزي وايي د دې تر څنګ چې د دې کسانو د نیولو لپاره هڅې په جدي توګه روانې دي افغان حکومت د کابل بانک د لوټل شويو پیسو د بیا ترلاسه کولو لټون هم کړی دی.

له بلې خوا د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي د کابل بانک د قضیې د تورنو کسانو د نیولو په برخه کې به هر راز هڅه نه سپموي او تر وروستي بریده کوښښ کوي چې یاد کسان بېرته افغانستان ته راوستل شي.

خو کارپوهان بیا وايي افغانستان له هیڅ هیواد سره د تورنو د تبادلې تړون نه لري.

حقوقي کارپوه او د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزي مشال راډیو ته وویل دا د هیوادونو په ښه نیت پورې تړلې ده چې که وغواړي د کابل بانک د قضیې تورن افغانستان ته وسپاري.

((انټرپول یا د نړیوالو پولیسو سازمان د متهمینو د استرداد دنده نه لري. که چیرې خپله هغه دولت وغواړي چې همکاري وکړي ښه او تر ښه که نه نو باید د دولتونو تر منځ د استرداد قرارداد صورت نیولی وي.تر هغه ځایه چې د کابل بانک د قضیې افراد تر اوسه متهمین دي موږ متاسفانه له یوه هیواد سره هم د متهمینو د استرداد قرارداد نه لرو.))

ستانکزی زیاتوي افغانستان یواځې له ځينو محدودو هیوادونو سره د محکومینو د تبادلې قرارداد لري.

لویې څارنوالۍ وروسته له هغې د کابل بانک د قضیې د نولسو تورنو کسانو د نیولو امر ورکړ چې ولسمشر اشرف غني احمدزي دې ادارې ته یوه میاشت وخت وټاکه څو دا کسان بېرته ونیسي.

د کورنیو چارو وزارت وايي تر اوسه پورې ددې قضیې یواځې دوه تورن نیول شوي او د پاتې اولسو نورو تورنو د نیولو هڅې هم په جدي توګه روانې دي.

کابل بانک چې یو وخت تر ټولو مخکښ بانک شمېرل کیده تر هغې وروسته، له ماتې سره مخامخ شو چې نېږدې یو میلیارده (اربه) امریکايي ډالره شتمني يې بېلا بېلو کسانو ولوټله.

XS
SM
MD
LG