د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پغمان پېښې اعدام شویو جسدونه کورنیو ته وسپارل شول


کابل - د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د غلا او جنسي تیري په تور د پینځو تنو اعدام شوو کسانو جسدونه نن (پنجشنبه) خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

دغه خبره یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته وکړه.

د ده په خبره، د انسان تښتوونکو د یوې ډلې د مشر او جنایت کار حبیب استالف مړی هم د هغه کورنۍ ته سپارل شوی دی.

هلته د بښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) شپږو کسانو ته د مرګ سزا ورکول غندلي دي. د دې سازمان د اېشیا پیسېفېک مشر ډېوېډ ګرېفېټس په خپل یوه بیان کې ویلي، په دې کې شک نشته چې ایمنسټي انټرنیشنل د افغانستان په ګډون په نړۍ کې د جنسي تېریو پر ضد مبارزه کوي، خو اعدام عدالت نه بلکې انتقام دی.

ډیویډ ګرافیتس زیاته کړه، د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د عادلانه محکمې په برخه کې اندیښنې زیاتې دي؛ نو د دې لپاره چې ولسمشر اشرف غني د دغو اعدامونو مخه نه ده؛ نیولې د دوی موسسه سخته مایوسه شوې ده.

بل لور ته د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون ویاند رفیع اله بیدار سربیره پر دې چې په افغانستان کې د اعدام له حکم سره مخالفت نه کوي؛ وایي چې، په پغمان کې د جنسي تیري په جرم د اعدام شویو کسانو په محاکمه کې عجله شوې ده:

((دوی د مدافع وکیل په برخه کې ستونزې لرلې او د اعدام د حکم په صدور کې یې له بیړې کار واخیستل شو.))

د افغانستان د ښځو د چارو وزارت هم په یوې اعلامیې کې د پغمان د پیښې د عاملانو د اعدام د تطبیق هرکلی کړی دی او ویلي یې دي، چې دغه اقدام د اجتماعي عدالت او د ښځو د حقونو د دفاع لپاره په کار و؛ څو هغه کسان چې دغه ډول جنایتونه ترسره کوي؛ تاریخي عبرت واخلي.

XS
SM
MD
LG