د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د ایوب خېلو پل د جوړولو چارې پیل شوې


نن د چهارشنبې په ورځ د خوست ولایت د لکڼو د ایوب خېلو د سیلاب پر سر د لوی پل د جوړولو کار پیل شو، یاد پل چې اتیا متره اوږدوالۍ لري، د نړیوال بانک له خوا د څه د پاسه ۴۴ میلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړیږي.

نن د چهارشنبې په ورځ د خوست ولایت د لکڼو د ایوب خېلو د سیلاب پر سر د لوی پل د جوړولو کار پیل شو، یاد پل چې اتیا متره اوږدوالۍ لري، د نړیوال بانک له خوا د څه د پاسه ۴۴ میلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړیږي.

د ایوب خيلو د پل په جوړولو سره به د هغه زرګونو سیمه والو ستونزې حل شي،چې تر اوسه په باراني موسمونو او د سیلاوونو د راوتلو پر مهال به د ځنډ او ستونزو سره مخامخ کیدل.

د یاد پل د کار د پیلیدو مراسم چې د لکڼو د ایوب خېلو په سیمه کې جوړ شوي ول، خوست والي عبدالجبار نعیمي مشال راډیو سره په خبرو کې یاده پروژه د خوست ولایت په کچه یوه د مهمو او بنسټیزو پروژو څخه وبلله او زیاته يې کړه، چې ددې پل په جوړولو سره به د خلکو پراخې ټولنیزې ستونزې غوڅې شي او د سیمه والو په اقتصادي، روغتیايي او ښوونیز بهیر کې به مثبت پرمختګ رامنځته شي:

((موږ نن د یوې ډېرې بنسټیزې پروژې د بنسټ ډبره کېښوده، دا د ایوب خېلو پل دی، اتیا متره يې اوږدوالی دی، اته متره يې سور دی او دا د نړیوال بانک له خوا تمویلیږي، څه د پاسه ۴۴ میلیونه افغانۍ په دې لګښت راځي، په نهو میاشتو کې به جوړ شي، دا ډېره حیاتي پروژه ده او د کلونو کلونو راپدېخوا خلکو ورته انتظار درلوده، د دې پروژې په بشپړیدو سره به د مسافرینو، مریضانو، د محصلینو او شاګردانو ستونزې خلاصې شي.))

د ایوب خېلو د سیمې یو تن قومي مشر هم وویل، چې پخوا به په باراني موسمونو کې ډیری لوی ګاډي او واړه موټر په خوړ کې بندیدل او ټولو خلکو ته به ډېر تکلیف وو.

د خوشال تسل په نوم یو تن ځوان چې د خوست په شیخ زاید پوهنتون کې زده کړې کوي او د ایوب خيلو د کلي اوسیدونکی دی، مشال راډيو سره په خبرو کې د دې پل اقتصادي ارزښت ته اشاره کوي او وايي، د پولي دې اخوا نه ډېری مالونه له همدې لارې خوست او د افغانستان نورو سیمو ته لیږدول کیږي، خو په باراني موسمونو کې مالونه بند پاتې کیږي او دا چې پر وخت بازار ته نه رسیږي، نو سوداګرو ته په کې زیان رسیږي:

((د دې پل په واسطه زموږ تجاران د پاکستان نه افغانستان ته واردات کوي،کله به چې باران راغی، نو تجارانو به چې مال خوست ته ترانسفرکاوه،نو دوی نشوای کولای چې په خپل وخت خوست ته مالونه ولیږدوي، نو د دې پل پهجوړولو سره به دا ټولې ستونزې حل شي.))


د یادونې وړ ده د خوست د ډیری سیمو لارې او سړکونه په باراني موسمونو کې د خوړونو او سیلاوونو د راوتلو له امله د یو څه وخت لپاره بندیږي، چې له کبله يې په بیړنیو حالاتو کې ځینې ناروغان پر وخت روغتونونو ته نه رسیږي او یا خلک نشي کولای په موقع او ټاکلي وخت خپلو ځایونو او کارونو ته ځانونه ورسوي.

XS
SM
MD
LG