د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند کې ځانمرګي بريد کې پنځه وژل شوی، ۱۹ زخميان دي


د افغانستان د جنوبي ولايت هلمند چارواکي وايي په سرښار لشکر ګاه کې د يو ځانمرګي بريد په موټر بم چاودنه کې خوا او شا پنځه کسان وژل شوي او ۱۹ زخميان شوي دي.

د افغانستان د جنوبي ولايت هلمند روغتيايي چارواکي وايي په سرښار لشکر ګاه کې د يو ځانمرګي بريد په موټر بم چاودنه کې خوا او شا پنځه کسان وژل شوي او ۱۹ زخميان شوي دي خو د ولايت مطبوعاتي دفتر د مړو شمېر دري ښئ.

د هلمند د امنيت مرستيال مشر محمد ويس صميمي نن مشال ريډيو ته وويل چې د دي بريد هدف د نوزاد ولسوالۍ د امنيې پخوانی قوماندان عبدالله خان وو. عبدالله خان او ځینې پوليس افسران په دې پيښه کې ژوبل شوی دی.

ښاغلي صميمي زياته کړه: ((د بريد ډير زيان ولسي خلکو ته رسيدلی. ځانمرګي بريدکوونکي د موټر په ذريعه دا بريد د خلکو د کورونو په منځ کې کړی.))

موږ څه ګناه کړي؟ ته راشه دا زموږ کورونه وګوره، دا ويجاړه کورونه! ولې؟ موږ خو ټول مسلمانان يو. ولې داسې کيږي؟ که طالب دی هم دا ورته وايم او که بل دی هم دا ورته وايم. مسلمانانو يو، د يوې کليمې وروڼه يو. زه مسلمان نه يم؟ ته مسلمان نه يي؟ ولې داسې ظلم کيږي؟ ته خو يو پلا راشه، دا زموږ کورونه، زموږ ماشومانو او زموږ ميرمنې وګوره. ماشومان مو شهيدان شوي دي. څه ګناه مو کړي وه؟ کوم تاوان مو رسولی وو؟

درې مياشتې مخکې د عبدالله خان ميرمن چې له نادعلي ولسوالۍ څخه د لشکر ګاه پر لور روانه وه، د وسله والو په بريد کې وژل شوې وه.

له لښکر ګاه څخه د مشال ريډيو خبريال وايي د پېښې په ځای کې خوا شا ځينې کورونه وران شوي دي.

يو ځايي اوسيدونکی چې خپله مړه ورېره يې په غېږ کې وه او ژړل يې، مشال ريډيو ته وويل چې په چاودنه کې يې کور له منځه تللی.

هغه زياته کړه. ((موږ څه ګناه کړي؟ ته راشه دا زموږ کورونه وګوره، دا ويجاړه کورونه! ولې؟ موږ خو ټول مسلمانان يو. ولې داسې کيږي؟ که طالب دی هم دا ورته وايم او که بل دی هم دا ورته وايم. مسلمانانو يو، د يوې کليمې وروڼه يو. زه مسلمان نه يم؟ ته مسلمان نه يي؟ ولې داسې ظلم کيږي؟ ته خو يو پلا راشه، دا زموږ کورونه، زموږ ماشومانو او زموږ ميرمنې وګوره. ماشومان مو شهيدان شوي دي. څه ګناه مو کړي وه؟ کوم تاوان مو رسولی وو؟))

يو بل ځايي اوسيدونکي بيا وويل چې ډير مړه او زخمي پوليس او ولسي وګړي يې وليدل چې د پېښې په ځای کې خواره واره پراته وو.

په لښکر ګاه کې دا تر ډېر وخت وروسته شوی ځانمرګی بريد دی. وسله والو طالبانو د دې بريد پړه پر غاړه اخيستي.

XS
SM
MD
LG