د لاسرسي ځای

تازه خبر

مومند ایجنسۍ: په ټریفیکي پېښه کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي


د مومند ایجنسۍ عکس
د مومند ایجنسۍ عکس

په مومند ایجنسۍ کې د جمعې او شنبې په منځنۍ شپه یو ټریفیکي پېښې د دويزو سیمې اوسېدونکو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

مومند ایجنسۍ: په مومند ایجنسۍ کې د جمعې او شنبې په منځنۍ شپه یو ټریفیکي پېښې د دويزو سیمې اوسېدونکو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

چارواکي وايي چې له سوارلیو د ډک موټر اوښتو په دې پېښه کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او شپاړس نور ټپي شوي دي.

د مشال راډيو خبريال وايي چې بيګا د شپې ناوخته د پنجاب له ګجر خانه د مومندو ايجنسۍ د يادې سيمې خلک د لوی اختر لمانځلو لپاره خپل کلي ته روان وو چې موټر یې په شاتي کنډو نومي سيمه کې تر کمر ولوېدی.

چارواکي وايي چې په ژوبل شوو کې ميرمنې او ماشومان هم شامل دي چې حالت يې د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

په مومند ایجنسۍ کې د خرابو لارو له کبله تر دې وړاندې هم یو شمېر داسې پېښې رامنځ ته شوې دي چې په لوی شمېر خلک پکې وژل شوي او ټپي شوي دي.

د خراب امنیتي حالت او روزګار د نیشت والي له کبله د قبایلي سیمو خلک د پاکستان په نورو سیمو او بهرنیو هیوادونو کې پر کار کولو مجبور دي.

د دې مسافر خلکو لوی شمېر په یوه او بل اختر د دې لپاره خپلو سیمو ته ستنېږي چې د اختر خوشالۍ له کورنیو سره تېرې کړي.

XS
SM
MD
LG