د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال او د لوی اختر تیاریانې


په خوست ښار کې هم د اختر د سوداګانو لپاره د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه ده، د ښار منځنۍ کوڅې د توکو د خرڅانه لپاره بندې شوي دي، په لاسي ریړو او ګرځنده غرفو کې د اختر توکي خرڅیږي او د هرې ریړې او غرفې نه څو، څو کسان راچاپیره وي.

که څه هم د خوست ښار دوکاندان د نورو اخترونو په پرتله په سږني اختر کې سوداګانې کمې ګڼي او وايي چې تېرو ټاکنیزو لانجو د دوی کار وبار ته زیان اړولی خو تمه لري، چې د نوي حکومت په ټینګیدو سره به د خلکو په اقتصادي حالت کې ښه والۍ راشي او کاروبار به یې پرمختګ وکړي.

یو تن ځوان چې خوست ښار ته سودا اخیستو له پاره راغلی مشال راډیو سره په خبرو کې وايي، چې دوی دې ته خوشاله دي، چې نوی حکومت جوړ شو، نوی حکومت به د هېواد رغونې او پرمختګ له پاره کار وکړي او په همدې هیله به د خلکو لوی اختر د خوشالیو ډک وي:

((نوم عبدالله نور زاهد دی خوست یو تن اوسیدونکی، خلک خوشاله دي ځانونو ته کالي اخلي، بوټان اخلي او خپلو کورنیو ته نور سامانونه اخلي، په دې ورځو اختر کې خلک ګرځي چکرې وهي، فارم باغ ته ځي، میلمه کوټ باغ لور ته ولاړ شي، داسې پوهنتون خواته ځي، خلک په دې هم خوشاله دي چې نوی رئیس جمهور وټاکل شو، هیله يې داده چې وطن به جوړ شي او لوی اختر به د خوشالیو اختر وي.))

د خوست ښار دوه تنه نور اوسیدونکي وايي، چې تېرو ټاکنیزو لانجو د خلکو اقتصاد ډېر زیانمن کړ، خلکو کاروبار نه لاره، چې اغیزې یې اوس ښکاره دي، دوی هم ښه راتلونکې ته هیله من دي:

((زه ظاهر جان یم د خوست ښار اوسیدونکی، اوس انشاالله د انتخاباتو نتایج اعلان شول، نو دغه اختر به یو د سولې اختر وي، زه ډاډه یم چې دا به یو بهترین او بختور اختر وي.

۲-محمدقابل د خوست ولایت اوسیدونکی یم، سږ کال ښه دی، رش شته سره له دې چې د تېرو کالونو په شان نه دی، ځکه دا انتخاباتي مشکلات وو، د خلکو اقتصاد ته ضربه ورسیده، کارونه يې نه وو، خلک بې وظیفې وو، انشاالله دې نه وروسته به حالات ښه شي، اوس کراري ده څه داسې پيښه نشته چې خوستوال ورته انديښمن شي.))

په خوست ښار کې دوه تنه دکانداران چې یو يې بوټونه او بل تن د سر خولۍ خرڅوي وايي، چې سږ کال يې سوداګانې د ګزارې دي.

که څه هم په دودیز ډول څو لسیزې وړاندې خوستیانو لوی اختر یوه اونۍ لمانځه او د یاد ولایت په بیلابیلو سیمو کې به د تیاتر او ځینو دودیزو لوبو پراخې نندارې جوړیدې او د موسیقۍ او اتڼونو ګرم محفلونه به ترسره کېدل، خو اوسمهال د امنیتي پيښو ګواښ د دې اختر لمانځنه مختصره او لنډه کړې ده.

XS
SM
MD
LG