د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور بډه بېره ولې بیا بیا تر بریدونو لاندې راځي؟


پېښور: بمي چاودنې اووه تنه ووژل څلور ژوبل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:59 0:00

پېښور: بمي چاودنې اووه تنه ووژل څلور ژوبل

بډه بېره د خپل موقعیت له وجې د پېښور یو له ناکرارو سیمو ده چې بیا بیا د ترهګرۍ پېښې پکې رامنځ ته کېږي.

د پښتونخوا مرکز پېښور له بډه بېرې سره نيزدې په سکيم چوک کې د سپرليو پر یوې ګاډي پسې له چاودنې اوه تنه وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

د ښار ژغورنې ډله ۱۱۲۲ وايي، چې چاودنه نن پنجشنبه غرمه پر یوه فلاینګ کوچ پسې شوې ده.

د بمونو ناکاره وونکې ډلې مشر اې ای جي شفقت ملک د پېښې پر ځای خبریالانو ته وویل دا یوه بمي چاودنه وه ځکه چې د ګاړي درې واړه سي این جې سلینډرونه روغ رمټ دي.

شفقت ملک وویل په تېرو ۲۴ ګنټو کی دوی شپږ بمونه ناکاره کړي دي او دا اووم بم وچاودېدلو چې د سورلو په ګاړی کې تر سیټانو لاندې کېښودل شوی وو.

بډه بېره د خپل موقعیت له وجې د پېښور یو له ناکرارو سیمو ده چې بیا بیا د ترهګرۍ پېښې پکې رامنځ ته کېږي.

د پېښور بډه بېره کې د ۲۰۱۳م کال پر اووم اکتوبر له بمي چاودنې پس بم شنډوونکي پلټنه کوي
د پېښور بډه بېره کې د ۲۰۱۳م کال پر اووم اکتوبر له بمي چاودنې پس بم شنډوونکي پلټنه کوي

بډه بېره له پېښور ښاره جنوب ختیځ لور ته پرته ده چې جنوب لویدیځ لور ته یې د خیبر اېجنسي یو د ترټولو ناامنه سیمه باړه لګېږي، چېرته چې د منګل باغ په مشرۍ لښکرې اسلام وسله واله ډله شتون لري.

خېبر: باړه کې د لښکرې اسلام مشر منګل باغ له خپلو پلویانو سره غونډه کوي
خېبر: باړه کې د لښکرې اسلام مشر منګل باغ له خپلو پلویانو سره غونډه کوي

بلخوا بډه بېره د خېبر پښتونخوا له نیمه قبایلي سیمې دره ادم خېل سره جوخته ده چې پکې ګڼ وسله وال فعالیتونه کوي. له همدې ناکراره سیمو وسله وال چې کله پېښور ته د خپلو کړنو لپاره ورځي نو د سپر او مخینوي لپاره یې ځايي ولسي امن لښکرې جوړې شوې، همدغه وجه ده چې په دې الغاو تلغاو کې بیا بیا د دغه امن لښکرو غړي د وسله والو تر بریدونو لاندې راځي.

د وسله والو یرغل کې د بډې بېرې وژل شوي کسان ښخ کړل شول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:06 0:00

د خېبر، دره ادم خېل، اورکزو او یو شمېر نورو قبایلي سیمو وسله وال د خپلو کلنګونو ټولو لپاره تر ډېره د پېښور پر سوداګرو، کاروباریانو، کارخانه دارو او نورو مسلکي خلکو له پر ډاکټرانو، انجینېرانو او وکیلانو تکیه کوي. لومړی دوی له دغه خلکو د کلنګونو غوښتنې کوي، که یې هغوی ونه مني، نو د دوی کورونو ته جوخت بمي چاودنې کېږي، که پلاس ورسي نو د پیسو لپاره یې وتېښتوي او که چېري مقاومت وشي نو وژني یې. همدا سبب دی چې له پېښوره په ګڼ شمېر کې کاروباریان، سوداګر او کارخانه دار د پاکستان پنجاب صوبې ته کډې کوي.

د پښتونخوا سوداګر د کلنګ او تېښتو له ویرې پنجاب ته کډه کېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:32 0:00

په بډه بېره کې نه یوازې د امن لښکر مخور غړي لکه فهیم خان، دلاور خان او دغه ډول د عوامي نېشنل پارټۍ میا مشتاق وژل شوي، بلکې په دغه سیمه کې پر جنازو ځانمرګي بریدونه او د سورلو پر ګاډو پسې بمي چاودنې کېږي.

د امن لښکر وژل شوی مشر فهیم الرحمن
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:55 0:00

د عوامي نېشنل پارټۍ غړی میا مشتاق چې د پېښور څنډو کې وسله والو وژلی وو
د عوامي نېشنل پارټۍ غړی میا مشتاق چې د پېښور څنډو کې وسله والو وژلی وو

د خېبر اېجنسۍ پولیټیکل اېجنټ په دا ورستیو کې په پېښور کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل چې په باړه تحصيل کې د سږني کال پر ۱۴ اګست چې څلور وسله وال کمانډران امنیتي ځواکونو وژلي ول، د ډي اين اې ټېسټ په تصديق هغوی په پېښور او خواوشا سيمو کې د وسله والو فعاليتونو په ۶۸ مقدمو کې حکومت ته مطلوب ول.

په باړه کې وژل شوو وسله والو پېښور کې ترهه ګري کوله
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:52 0:00

XS
SM
MD
LG