د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د کرکټ د پیاوړتيا لپاره ښوونيز سيمينار تر سره شو


د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ د لوبو د راپور ورکولو په اړه د کرکټ بورد له اصولو او معيارونو په رڼا کې د رسنيو يو شمير غړو ته يو ورځینی ښوونيز سيمينار تر سره کړو.

د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ د لوبو د راپور ورکولو په اړه د کرکټ بورد له اصولو او معيارونو په رڼا کې د رسنيو يو شمير غړو ته يو ورځینی ښوونيز سيمينار تر سره کړو.

دغه ښوونيز سيمينار د چارشنبې په ورځ د جلال اباد ښار په يوه مقامي هوټل کې تر سره شو، په ننګرهار سربيره په کې د لغمان او کونړ ولايتونو يو شمير خبریالانو برخه اخيستې وه.

په ختيځ کې د افغانستان د کرکټ بورد مشر قرار عزيزي مشال راډيو سره په خبرو کې یاد ښوونيز سيمينار د کورني کرکټ د پرمختګ لپاره ګټور وباله. نوموړي وويل:


« د افغانستان د داخلي کرکټ د پرمختګ لپاره چې هميشته رسنيو دې ته ډیر کاروج ورکړی دی، د يوه ښه تفاهم لپاره نن دغه ورکشاپ په ختيځ کې د رسنيو لپاره جوړ شوی و. چې ډير ګټور و، دې نه به انشاالله هم رسنۍ د خپلو ريپوټونو لپاره ګټه اخلي او هم به د کرکټ د پرمختګ لپاره ګټور ثابت شي.»

دا چې په دې ښوونير سيمينار کې د خبريالانو پام کومو معيارونو ته ورواړول شو، د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنيو د دفتر مسوول فريد هوتک مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:
« دغه ورکشاپ د کرکټ په ځينو تخنيکي برخو کې و. د رسنيو رول و د کرکټ په وده کې او د دوی لپاره مو د کرکټ هغه نړيوال اصول تشريح کړل چې د يوې رسنۍ يو خبريال څنګه کولی شي چې خپل خبر جوړ کړي او لوبغالي ته داخل شي.»

او دا چې د کورني کرکټ په پرمختګ کې د رسنيو رول څنګه دی، دا پوښتنه د افغانستان د داخلي کرکټ مشر نظيم جار دا رنګه ځوابوي.

« په دې کې شک نه شته چې کورني کرکټ په تيرو دوه درې کلونو ډير پرمختګ کړی او د رسنيو په کې رغنده رول دی. ډيرو ځايونو کې به زه دا ووايم چې رسنيو موږ دې ته اړ کړيو يو چې څينو يو نيم لوبغاړو ته په کې خاصه پاملرنه وکړو.»

د افغانستان په ختيځ کې د پژواک خبري اژانس خبريال محبوب شاه محبوب د خبريالانو لپاره ياد ښوونيز سيمينار ګټور وباله. نوموړي وويل:


« دا ورکشاپ زموږ لپاره ډير ګټور و، ګټه يې په دې کې وه چې په ځينو اصولو په ځينو اصطلاحاتو که څه هم موږ پخوا پوهيدو، خو دومره اګاهي مو نه لرله لکه څومره چې په کار وه. دغه ورکشاپ د ټولو ژورنالستانو لپاره ډير ګټور و. وروسته له دې چې کله موږ د کرکټ خبرونه کارو کاوو، هغه سپارښتنې هغه مسلکي موضوعات چې بايد پام ورته وشي، د دې وروسته به موږ ورته پام کوو.»

د ذکر وړ ده چې تر دې وړاندې په کابل کې خبريالانو ته دغه شان ښوونيز سيمينار جوړ شوی و او د کرکټ بورډ مسوولين وايي چې د افغانستان په ټولو زونونو کې به دغه شان ښوونيز سيمينارونه خبريالانو ته جوړوي.

XS
SM
MD
LG