د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حرکت اسلام مشر فضل الرحمن تور لیسټ ته ولوېد


د امریکا د خزانې وزارت په خپل بیان کې زیاتوي، لشکر طیبه او حرکت المجاهدین دواړه ترهګر تنظیمونه دي، او دوی له نورو وسلوالو ډلو او دا شان له القاعده سره هم اړیکې لري.

امریکا په پاکستان کې د جهادي تنظیم حرکت ال مجاهدین په مشر فضل الرحمان خلیل او له هغه سره سره په دوو نورو کسانو چې د لشکر طیبه سره تړاو لري ، بندیزونه لګولي او د ترهګرو په لیسټ کې یې اچولي دي. دا چې دغه کسان څوک دي آو پر ددوی ولې دغه بندیزونه لګول شوي دي.

د امریکا د خزانې وزارت په خپل یو بیان کې تیره ورځ ویلي ، دوی په پاکستان کې د دوو هغو تنظیمونو د غړو او د دوی د اثاثو خلاف ګامونه پورته کړي، چې په نړیواله کچه په ترهګری کې ککړ ګرځول شوي دي. بیان وایې په دغو کې د یو تنظیم حرکت المجاهدین مشر فضل الرحمان خلیل نړیوال ترهګر ګرزول شوی دی.

د امریکا د خزانې وزارت په خپل بیان کې زیاتوي، لشکر طیبه او حرکت المجاهدین دواړه ترهګر تنظیمونه دي، او دوی له نورو وسلوالو ډلو او دا شان له القاعده سره هم اړیکې لري. له دغه بندیزونو سره به دوی خپلو مالې اثاثو ته رسد نشي کولی.

د حرکت المجاهدین د فعالتونو په اړه د دفاعي چارو کارپوه بریګیډیر محمود شاه وایې ، دغه ډلې پخوا په کشمیر کې فعالتونه لرل، او مشر یې اکثره په مختلفو غونډو کې ښکاره کېږي:

«زما په خیال د هند وزیراعظم چې د امریکایې چارواکو سره کومې خبرې کړې په هغې کې به د دوی ذکر هم شوی وي، خو حرکت المجاهدین د نورو جهادي تنظیمونو لکه لشکر طیبه غوندې فعالتونه نه لرې، او نه ډیر کسان لري،تر اوسه په دې تنظیمونو پابندی ده، او کله نا کله د دوی کسان په نورو جنګي او جهادي تنظیمونو کې هم شامل شي. او دوی پر خپله د پاکستان د حکومت خبره مني او کوم بندیز چې پرې لګول شوی هغه هم مني.»

د امریکا د خزانې وزارت وایې حرکت المجاهدین چې پخوانی نوم یې انصار ال امه هم دی، یو ترهګر تنظیم دی، چې په هند ، افغانستان او پاکستان کې ترهګر فعالتونه ترسره کوي.

د هغه سره سره د امریکا حکومت په دوو نورو کسانو محمد نعیم شیخ او عمیر نعیم شیخ او په لاهور کې د دوی په کاروبارونو هم بندیزونه پر دې لګولي چې د دغه دواړه کسان لشکر طیبه سره نزدې اړیکې لرې، او مالي مرستې یې کوي.

XS
SM
MD
LG