د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ته تیاري شوی"


د افغانستان د جمهوري ریاست د چارو د ادارې او د وزیرانو شورا د دارالانشاء چارواکي وايي؛ د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ته یې د افغانستان د متحدو هیوادونو استازي رابللي دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د چارو د ادارې او د وزیرانو شورا د دارالانشاء چارواکي وايي؛ د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ته یې د افغانستان د متحدو هیوادونو استازي رابللي دي.

د دې ادارې ویاند جواد ناجي د شنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسموته چمتوالی له هره پلوه بشپړ شوی او دا مراسم به د راتلونکې دوشنبې پر ورځ په شانداره غونډه کې ترسره شي:

"د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو د جوړېدو کمېسیون له څو پرلپسې ورځو راهیسې منظمې غونډې درلودلې موږ په بشپړه توګه امده ګي لرو؛ د میلمنو راتګ ته سترګې په لار یو، هیڅ ډول ستونزې نه لرو او موږ هیله لرو، چې د لوړې مراسم په شانداره ډول ونمانځل شي."

ناجي زیاته کړه، په ارګ کې ټولې لازمې تیارۍ پای ته رسېدلې او ګډونکونکو کورنیو او بهرنیو مشرانو ته بلنلیکونه رسیدلي دي.

دا چې د څه شمېر هیوادونو څومره شمېر استازي به په دې مراسمو کې ګډون وکړي او اجرایوي رییس به څه وخت د لوړې مراسم پرځای کوي؟ جواد ناجي وویل چې، په دې اړه به د یکشنبې پر ورځ په یوې خبري ناسته کې معلومات ورکړل شي.

په همدې حال کې د نوي منتخب ولسمشر یوه ویاند طاهر زُهیر مشال راډیو ته وویل؛ کله چې ولسمشر د لوړې مراسم پرځای کړي د یوه فرمان په وسیله به د اجرایوي رییس پوست رامنځ ته کړي.

د زهیر په خبره، د اجراييوي رییس د لوړې مراسم به له کابېنې سره یو ځای ترسره شي:

"کله چې اجرايیوي پوست د ولسمشر په یوځانګړي فرمان سره رامنځ ته شي؛ شاید په یوه جدا غونډه کې به له کابینې سره او یا هم بېل د هغه د لوړې مراسم پرځای شي."

اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله له څو اونیو خبرو او تماسونو وروسته تیره دوشنبه د ملي وحدت د حکومت د څرنګوالي په اړه موافقه لاسلیک کړه.

له دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت چارواکو ویلي وو چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ته له امنیتي پلوه هم چمتوالی نیول شوی دی.

ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې د نوي ولسمشر د واک په موده کې به په کابل کې پاته شي او له نوي افغان حکومت سره به همکاري کوي.

XS
SM
MD
LG