د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست مدني فعالان په یو محور راټولیږي


د خوست مدني فعالان، د ټولیزو سازمانونو غړي او روڼ اندي وايي، چې د دې ولایت د خلکو د حقوقو د ترلاسه کولو، په نوي حکومت کې د خوست د ځوانو کدرونو د ګمارنې، د نوي حکومت سره د نږدې اړیکو د تنظیم او د خوست د پرمختیايي لومړیتوبونو د تشخیص لپاره به دوی ټول د یووالي یو نوی بنسټ جوړ کړي.

د خوست مدني فعالان، د ټولیزو سازمانونو غړي او روڼ اندي وايي، چې د دې ولایت د خلکو د حقوقو د ترلاسه کولو، په نوي حکومت کې د خوست د ځوانو کدرونو د ګمارنې، د نوي حکومت سره د نږدې اړیکو د تنظیم او د خوست د پرمختیايي لومړیتوبونو د تشخیص لپاره به دوی ټول د یووالي یو نوی بنسټ جوړ کړي.

دوی وايي که څه هم خوستوالو په ټولو ملي بهیرونو کې په پراخه کچه ګډون کړی او په دې لاره کې يې قربانۍ ورکړي دي، خو د دوی تر منځ د انسجام نه شتون د دې لامل شوی، چې خوستیان د نورو سیمو په شان د حکومت او مرستندویه موسساتو څخه خپل رواء حقونه او امتیازات ترلاسه نه شي کړای.

مدني فعال نصیراحمد روښان د جمعې ورځې ناوخته مشال راډیو سره په خبرو کې د انسجام د نوي بنسټ موخې داسې په ډاګه کړې:

((مختلفو مدني نهادونو په خوست کې مشترکه جلسه وکړه، هدف يې داوو چې وکولای شو د مدني بنسټونو همغږي ایجاد کړو او دا همغږي د دې باعث شي، چې د اصلاحاتو په ګډون په ټولو هغه پرمختیايي پروګرامونو کې چې په سیمه ییزه کچه او په ملي کچه د راتلونکې نوي حکومت له خوا طرحه کیږي او عمل ته وړاندې کیږي، په هغه کې د مدني ټولنې رول بارز وي او مدني ټولنه وکولای شي چې په مختلفو برخو کې د دغه چارو څخه په بشپړه توګه نظارت وکړي.))

د خوست یو بل تن اوسیدونکي رحمت الله سروري وویل، چې دا بنسټ به د خوست علمي او مسلکي ځوانانو ته د دندو په پیداکولو او د خوست د پرمختیايي لومړیتوبونو په انتخاب کې مهمه ونډه ترسره کړي:

((د خوست ځوانانو، روښانفکرانو، مدني ټولنو د یوې انسجام د جرګې یا د یو مدني حرکت په نوم راټول شول تر څو په راتلونکې حکومت کې د خوست هغه کدرونو ته چې تر اوسه ورته په حکومت کې سهم نه دی ورکړل شوی ځای ورکړل شي او دا بنسټ د خوست د پرمختیا کاري لومړیتوبونه ټاکي او د تطبیق له پاره يې هلې ځلې کوي.))

د پوهنتون د فارغانو له ډلې محمدمیرزا لبیب وویل، چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په کار کې د خوستیو ولسونو تېره خاموشي او چوپتیا دې سیمې ته په هره برخه کې په زیان تمامه شوې، خو دا ځلې به زموږ خلک خپل حقونه په جرئت سره د نوي حکومته وغواړي:

((هغه خاموشیانې چې پخوا د خوست په خلکو کې موجودې وې، مثلاً په تېره دوره کې خوست ته پوره توجه نه وه شوې او د خوست خلکو ته هم په سیاسي لحاظ او هم په نورو برخو کې ونډه نه وو ورکړل شوې دا ځلې خوستیان بیداره دي او خپل حقونه به غواړي.))

په خوست کې د یو ټولنیز سازمان غړی جلال حقیقت ځدراڼ وايي، چې اوسمهال د خوستوالو سیاسي شعور لوړ شوی او تر دې وروسته باید د دوی د هڅونې او یوموټیتوب لپاره ډېر کار وشي:

((د خوست د خلکو سیاسي شعور اوس ډېر لوړ شوی دی، دا کار دې ته اړیتا لري، چې د خوستوالو د لا هڅونې لپاره کار وشي، د دې لپاره کار وشي، چې د خوست خلک له دې تیت او پرک حالت څخه راووځي، د دوی د یو ځای کولو او منسجم کولو لپاره داسې کار وشي، چې په یو مرکزیت راغونډ شي او د خوست او افغانستان لپاره ښه کارونه ترسره کړي.

د ملي احساس مجلي مسوول مدیر سپین روان نورزی وايي، چې د ټولو مدني بنسټونو محوریت او انسجام به د حکومت او ولس د اړیکو د ټینګولو په کار کې ګټور او اغېزمن تمام شي:

((دلته ستونزه داده چې په مدني بنسټونو کې یووالی او انسجام نشته تر څو دوی منظم شي او د خپلو ګټو او د خپلو ستونزو د مطرح کولو لپاره د راتلونکې حکومت سره خبرې وکړي او مرکزي حکومت هم په اسانۍ سره وتوانیږي، چې خپل پیغام او غوښتنې د خوستیو ولسونو سره شریکې کړي.))

د یادونې وړ ده، چې خوستیانو په دې وروستیو کې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو او د نوي افغان حکومت له خوا د دوی د علمي او مسلکي کدرونو د جذبولو په خاطر په دوامداره توګه خپل غږ پورته کړی او ویلي يې دي، چې په ټاکنو کې د دوی د ونډې په ډول باید د نوي حکومت په جوړښت کې خوستیانو ته ونډه ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG