د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خېبر کې به حکومتداري ټینګوو’


خېبر جرګه
خېبر جرګه

ملک اشرف اپریدي وايي له تیرې اوږدې مودې راهیسې په داسې جرګو کې راسره د پولیټیکل چارواکي وعدې وکړي خو عملی کارونه نه کوي، دی وايي، د صحت، تعلیم، بجلۍ، اوبو او د سرکونو اسانتیاوې غواړي.

د خېبر ایجنسې پولیټیکل ایجنټ او د ځایی مشرانو تر منځ په لواړګي کې یوه جرګه وشوه چې پکې د سیمې پر اوسني صورتحال، ترقیاتي کارونو او د ځایي خلکو پر ستونځو خبرې اترې وشوې.

له جرګې سره پر څنګ د خېبر ایجنسې پولیټیکل ایجنټ شهاب علی شاه مشال راډیو ته وویل:

«چې په جمرود او لواړګي کې مو د ځایي مشرانو او ملیشه ځواک په مرسته امن بحال کړی دی، او نن مو هم په جمرود کې د لټون عملیاتو پر مهال یو شمېر مشکوک وسلوال نیولي دي، او د خېبر چې کومې نورې نا آرامه سیمې دي په هغو کې به هم حکومتداري ټینګه کړو»

پولیټیکل ایجنټ وویل: «چې د سرکاري محکمو د کار ښه کولو لپاره مو هم هڅې روانې دي او د نننۍ جرګې یو مقصد دا هم وو چې له ولسی وګړو سره لیده کاته وکړو او د دوی له ستونځو ځان خبر کړو او حل یې راوباسو»

په دې جرګه کې شریک د سیمې یو مشر ملک دریا خان آپریدي په خپلو خبرو کې وویل: « چې دغه جرګه یو ښه ګام وو او موږ ورته ډېر په ښه توګه خپلې ستونځې وړاندې کړې او د اوبو، صحت، او تعلیم په حقله مو ترې غوښتنې وکړې او موږ ته یی ډاډ راکړ چې دغه ستونځې به مو هوارې شی خو دا هر څه له امن سره تړلي دي چې امن وی نو ترقي به راځي، نو موږ هم ورته باور ورکړ چې دلته به د امن راوستو لپاره د حکومت پوره پوره ملاتړ کوو»

خو بیا یو بل مشر ملک اشرف اپریدي وویل: «چې له تیرې اوږدې مودې راهیسې په داسې جرګو کې راسره د پولیټیکل چارواکو له خوا وعدې وشي خو عملی کارونه نه کوي، موږ د صحت، تعلیم، بجلې، اوبو او د سرکونو اسانتیاوې غواړو»

د خېبر ایجنسې پولیټیکل ایجنټ زیاته کړه چې دوی به د خېبر ایجنسې په لرې پرتو سیمو لکه شلمان، ملاګوري، خارغلی، او بازار ذخه خیلو کې هم ترقیاتی کارونه کوي او د خلکو ستونځې به هواروي.

XS
SM
MD
LG