د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستانیو لوړپوړو پوځي چارواکو غونډه


د ای اېس پي ار په وینا چې د جواینټ چیفس اف سټاف کمیټې غونډه درې میاشتې پس کیږي چې پکې د پوځ اعلی افسران ګډون کوي او د پوځي عملیاتي تیاریانو جاج اخلې.

د پاکستان پوځ د مطبوعاتو د څانګې ای اېس پي ار په وینا جواینټ چیف سټاف هیډ کوارټر کې چیرمین جواینټ چیفس اف سټاف کمیټې جنرال راشد محمود په مشرې کې یوه غونډه وشوه چې پکې شمالي وزیرستان کې روان پوځي اپرېشن او د پوځ د تیاریانو جاج واخیستې شو.

د پاکستان پوځ د مطبوعاتو د څانګې د مالوماتو ترمخه پدې غونډه کې شمالي وزیرستان کې روان ضرب عضب اپریشن کې شوې پرمختګ او د ترهګرې خاتمې په اړه د شوو اقداماتو ستاینه اوشوه، او ملک ته د ورپېښو چېلنجونو مخنیوي لپاره د پوځ د تیارې پر معیار ډاډ وښودل شو.

په غونډه کې د پوځ مشر جنرال راحیل شریف، د سمندري پوځ مشر ایډ مرل محمد اصف سندهیله ، د هوایې پوځ مشر ایر چیف مارشل طاهر رفیق بټ، د دفاع سیکتر او درې واړو پوځونو سینیېر افسرانو ګډون وکړو.

د ای اېس پي ار په وینا چې د جواینټ چیفس اف سټاف کمیټې غونډه درې میاشتې پس کیږي چې پکې د پوځ اعلی افسران ګډون کوي او د پوځي عملیاتي تیاریانو جاج اخلې.

د دې غونډې په پای کې هوډ وښودل شو چې له هېواده به ترهه ګري په بشپړه توګه ختمول کېږي.

د دې غونډې په اړه پخوانې بریګیډیر او دفاعي چارو کار پوه محمود شاه وايي چې د ترهه ګرۍ خلاف په جنګ کې پوځ او هوايي ځواک په شمالي وزیرستان کې نزدې پر یو ځای عملیات کوي، له دې علاوه په کراچې کې په نېوي ډاکیارډ حمله شوي وه نو زما په خیال پدې به خبرې اترې شوې وې، او په خاص توګه دا راپورونه چې د نېوي او فضایي پوځ ځیني کسان له ترهګرو سره ملاو دي. نو د دې خبرو له وجې دا غونډه اهمیت لري،،

بلخوا د دفاعي چارو یو بل کار پوه کرنل ریټایرډ خالد منیر وایې چې دا يو د معمول غونډه ده.

نوموړی زیاتوي چې چیرمین جواینټ چیف اف سټاف کمیټۍ د درې واړو پوځي مشرانو مشر دی، په شمالي وزیرستان کې ضرب عضب عملیات روان دي چې پکې پوځ او هوايي ځواک برخه اخلي نو د دوی ترمینځ د رابطې کار چیرمین جواینټ چیفس اف سټاف کمیټۍ کوي، نو ځکه دا غونډه کېږي،،

د ذکر ده د ای اېس پي ار مطابق تیره ورځ د پاکستان پوځ په تازه فضایې کاروایې کې نولس وسله وال وژلي دي.

XS
SM
MD
LG