په پاکستان کې د حکومت پرضد د عمران خان او طاهر القادري په مشرۍ احتجاجي ناستې روانې دي،په احتجاج کوونکو کې زياتره ځوانان دي،له دې ځوانانو سره له ټاکنو وړاندی هم ډېرو سياسي ګوندونو ژمنې کړی وې چې بدلون به راولي.
ايا دغه بدلون راغې او که نه،اوس دغه ځوانان چرته او له چا سره ولاړ دي.دی ځوانانو له مشال راډيو سره په خبرو کې پوښتنې هم کړي چې په اسلام اباد کې د ټولنيزو او تعليمي چارو کارپو خادم حسين ځواب کړي دي.
-
اسرار عالم مومند
اسرار عالم مومند د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي موضوعاتو راپورونه جوړوي.