د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د افغان ولسمشرۍ ټاکنو پایلې ژر اعلانوو"


د ټاکنو خپلواک کمیسیون خبرداری ورکړ، که د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو ترمنځ روانې خبرې اترې پای ته هم ونه رسیږي دوی به له قانون سره سم د ټاکنو وروستۍ تنیجه اعلان کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون خبرداری ورکړ، که د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو ترمنځ روانې خبرې اترې پای ته هم ونه رسیږي دوی به له قانون سره سم د ټاکنو وروستۍ تنیجه اعلان کړي.

د دې کمیسیون ویاند نورمحمد نور نن مشال راډیوته وویل، دوی د افغانستان خلک نور په انتظارکې نه شي پریښولای او د انتخاباتي شکایتونو د وروستۍ پریکړې له وررسیدو سره سم به د انتخاباتو نتیجه اعلان کړي.

په افغانستان کې د ازادو انتخاباتو د څار بنسټ فیفا هم وایي، چې له انتخاباتو پرته بل لاره نشته او هره بله هڅه به د خلکو له غبرګون سره مخ شي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا له دواړو کاندیدانو وغوښتل، چې موافقې ته ورسیږي او که نه دوی به د کاندیدانو ترمنځ له موافقې پرته هم د انتخاباتو نتیجه اعلان کړي.

د دې کمیسیون ویاند نورمحمدنور د انتخاباتي شکایتونو له کمیسیونه هم وغوښتل چې خپلې فیصلې ژرپای ته ورسوي ترڅو دغه کمیسیون له قانون سره سم د انتخاباتو وروستۍ نتیجه اعلان کړي.

نورد چهارشنبې په ورځ له مشال راډیو سره په خبرو کې بیا هم هیله وښوده چېدواړه کاندیدان د ملي وحدت حکومت جوړولو پرسراختلافات حل کړي او د خلکو انتظار پای ته ورسوي:

″ټینګار کوم چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون به هېڅ وخت د کاندیدانو ترمنځ رامنځته شوي سیاسي خبرو او یا چې تردې وروسته رامنځته کیږی انتظار ونه کړي او په قانون کې د بیان شوو میکانیزمونو له تطبقیدو وروسته به نتیجه اعلان وکړي.″

دا په داسې حال کې ده چې د سې شنبې پر ورځ د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ټیم یوه ویاند فضل الرحمان اوریا مشال راډیو ته وویل، چې د انتخاباتو د کمیسیون له خوا به د نتیجې اعلان ونه مني.

په ورته وخت کې په افغانستان د ازادو انتخاباتو د څاربنسټ ټینګار کوي چې هېڅ هغه حکومت چې د خلکو په رایو نه وي راغلي خلکو ته به د منلو نه وي.

د دې ادارې ویاند فهیم نعیمي مشال راډیوته وویل، چې د راتلونکي نظام لپاره له انتخاباتو پرته هره بله هڅه به خلکو ته د منلو نه وي:

″هېڅ یو حکومت ،هېڅ یو رژیم به په راتلونکې مشروعیت ونه لري، مګر دا چې د خلکو په رایو سره راغلی وي، که د موقت او یا د انتقالي حکومت سناریو مطرح کیږي او د هغه په اساس مخته ولاړ شو بیرته ۱۳ کاله شاه وختونو ته ګرځو.″

دا په داسې حال کې ده چې د دواړو کاندیدانو ترمنځ په سیاسي برخه کې رامنځ ته شوي خنډونه لرې شوي او دواړو کاندیدانو په دې وروستیو کې بیرته خپلې منځنۍ غونډې پيل کړي دي.

په همدې حال کې ځینې څیړونکي وایي، چې نړېوال ټولنه په ځانګړې توګه امریکایي چارواکي باید په کاندیدانو فشار راوړي، څو ژر تر ژره یوې موافقې ته سره ورسیږي.

XS
SM
MD
LG