د لاسرسي ځای

تازه خبر

'مچ زندان د ډېرو ژوند وخوړ'


مچ زندان بلوچستان
مچ زندان بلوچستان

د ږوب سیمې يو اوسېدونکی علي فوټبالر چې په ۱۹۸۷ کې د ترهګرۍ په تور نیول شوی، د ژوند اوویشت کلونه يې په بند کې او شاوخوا يوولس کاله يې په همدې مچ زندان کې تېر کړي دي.

په بلوچستان کې د مچ تاریخي زندان د کوټې جنوب لويديځ پلو د اويا کیلومیترو په واټن کې په مچ ښارګوټي کې د غرونو په لمنو کې موقعیت لري، چې په ۱۹۲۹ م مېلادي کال کې جوړ شوی او لا د بلوچستان يو د تر ټولو لوی او سخت زندان بلل کېږي.

په دغه زندان کې ټول هغه بنديان ساتل کېږي، چې د پاکستان عدالتونو ورته د زندۍ «پانسۍ» سزا او یا هم د عمري بند سره سره د زیاتو کلونو سزا اورولې وي. همدا د بلوچستان يوازنی زندان دی چې زندۍتون «پانسيګاټ» هم لري، او همدلته خلک زندۍ کېږي.

د مچ همدا زندان هغه مهال جوړ شوی، چې په دې سیمه د بریتانیا واکمني وه. او په همدې زندان کې د دې سیمو ډېری هغو سیاستوالو، قبایلي مشرانو او مخورو ته چې د انګرېز پر ضد په پاڅون او جنګجګړو کې نیول شوي ول، زندۍ کېدل. د مچ په همدې جېل کې د پاکستان تر جوړېدو وروسته د پښتنو او بلوڅو ډېری مشران سیاستوال وخت ناوخته بندي پاتې شوي، او داسې اوس په کې یو شمېر لوی مجرمان د قید شپې تېروي.

د ږوب سیمې يو اوسېدونکی علي فوټبالر چې په ۱۹۸۷ کې د ترهګرۍ په تور نیول شوی، د ژوند اوویشت کلونه يې په بند کې او شاوخوا يوولس کاله يې په همدې مچ زندان کې تېر کړي دي.

علي فوټبالر خپله داستان له مشال راډيو سره شریک کړ.

؛ په ۱۹۸۷ کې زه ونیول شوم. او په ما تور دی، چې ما د پنجاب په راولپينډۍ کې بمي چاودنه کړې ده. وروسته عدالت ماته يولس ځله د مرګ سزا واوروله، پنځويشت کاله بند او پنځه لکه کلداري يې جرمانه کړم. اوس مې اوويشت کاله کېږي چې بندي یم؛.

د علي فوټبالر په څېر په سلګونه نور کسان هم په مچ زندان کې بنديان دي، چې په بېل بېل جرمونو کې نیول شوي، خو په دغو کې ډېری بنديان بیا خپل ځانونه بې ګناه یادوي. له دې سره چې په دې بنديانو ډېری د لوی عمر کسان دي. خو د څلوېښتو په شاوخوا کې تر اتلس کاله کم ماشومان، څلور مېرمنې او تر نيوي زیات د پانسۍ بنديان دي. د زیارت سیمې يو ځوان هم له تېرو دريو کلونو راهیسې په مچ زندان کې دی. چې همدلته په بند کې تعليمي زده کړې هم ترسره کوي.

؛ زما نوم پارس حبیب دی او د ساړه زیارت سیمې اوسېدونکی یم. دلته په مچ زندان کې درې کاله کېږي، او څلور کاله مې د کوټې په زندان کې تېر کړل. زه د مړي په کېس کې نیول شوی یم. ما مړی کړی نه دی. خو بس د پاکستان عدالتونه دي او د پټو سترګو قانون دی. زما ټوله کیسه د تربورګلوۍ وه. بلکې ما هېڅ هم نه دي کړي. کله چې زه لا بندي شوی نه وم، نو هغه وخت ما د لسم جومات امتحان ورکړی و. او تر هغه وروسته مې د دوولسم، څوارلسم تعلیم دلته له زندانه وکړ. او اوس به د شپاړلسم امتحان ورکوم؛.

د مچ دا تاریخی زندان په شاوخوا څوارلس ايکړه مځکه جوړ دی. چې ټول په کې اتلس بېل بېل احاطې يا بېرکه دي. په دغه جېل کې زندۍتون «پانسۍګاټ» هم شته، چې د زندۍ سزا لرونکو بنديانو له بېرکونو سره نيژدې جوړ دی.

په دغه زندان کې دننه د بنديانو لپاره يو ښوونځی، روغتون او درزي هم شته چې د دوی د ورځني ضرورت شيان ورته همدلته په زندان کې دننه وررسېږي. سکندر کاکړ د دغه زندان دویم مشر دی. د سکندر په خبره مچ زندان ته نه يوازې د بلوچستان له بېل بېل سیمو، بلکې د پاکستان له ډېری سیمو هم بنديان وخت ناوخته راوړل کېږي. د مچ زندان همدا دوم مشر زیاتوي، کله چې د پانسۍ تختې کوم مجرم خېژوي، نو د هغه دوښمنان هم هلته د دې لپاره موجود وي، چې کېدلای شي، په هم هغه ځای دغه مجرم وبخښي او له پانسۍ خلاص شي.

؛ دا دښمنان يې د دې لپاره راغواړو، چې کله موږ دا بندي د پانسۍ تختې ته خېژوو، نو دوی يې ويني. او په دې وخت کې ورته هغه بندي کس ورته خواست کوي، زارۍ ورته کوي. که چېرې هغه دښمنان دلته په تخته ولاړ دا خپل دښمن وبخښي، نو موږ يې سمدستي بېرته راکښته کړو. او له پانسۍ بچ شي. او که يې چېري نه بخښي نو بیا يې د دوی په مخ کې پانسۍ کړو؛.

سکندر کاکړ زیاتوي، د ده په مخ کې شاوخوا لس بنديان پانسۍ شوي، خو يو يې هم دوښمنانو دلته پر تخته ولاړ بخښلی نه دی. له دې سره چې هغه مجرم دلته له خپلو دوښمنانو څخه بخښنه غواړي، او د معافۍ خواست ورته کوي.

د مشال راډ‌یو خبریال خدای نور ناصر له سکندر کاکړه پوښتلي چې زندۍ کېدونکی کس نورې څه غوښتنې کوي نو هغه یې په ځواب کې وویل:

؛ مطلب ډېرو هغه کاکړۍ غاړه اورېدلې ده. تاسو به هم اورېدلې وي، هغه چې وايي،

شېرجان چې پانسۍ ته خېژاوه

شېرجان سګرېټ ولګاوه

نو دلته هم اکثره بنديان اخري وار سګريټ وغواړي. ځينه بیا اوبه وغواړي. نو موږ هڅه کوو، چې د ده هر اخري خواهش چې زموږ په وس کې وي، د پوره کېدو يې پوره پوره کوښښ کوو؛.

د مچ دغه تاريخي زندان په مچ ښار کې دی. چېري چې په ژمي کې زیات يخ او د دوبي په موسم کې زیاته ګرمه وي. د تاریخ لیکونکو په خبره انګېزانو ځکه دلته همدا زندان جوړ کړ، چې په کې زندانيان په هر موسم کې په تکليف وي.

XS
SM
MD
LG