د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې بارانونو لږ تر لږه ۴۰ کسان وژلي دي


له قدرتي افتونو سره د مبارزې قامي اداره وايي، د پشکال بارانونو له کبله د پنجاب په لاهور، سیالکوټ او ګجراواله او د کشمیر په باغ، راولا کوټ او کوټلي کې د کورونو د چتونو او دېوالونو نړېدو په پېښو کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي دي.

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف په پنجاب او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د بارانونو له کبله پر مرګ ژوبلې د خپګان څرګندونه کړې ده.

د مشال راډيو خبریال وايي، وزیراعظم له قدرتي ناورینونو سره د مبارزې ملي ادارې ته ویلي دي چې په سمدستي ډول په ځپل شویو سیمو کې خلکو ته مرستې ورسوي.

له قدرتي افتونو سره د مبارزې قامي اداره وايي، د پشکال بارانونو له کبله د پنجاب په لاهور، سیالکوټ او ګجراواله او د کشمیر په باغ، راولا کوټ او کوټلي کې د کورونو د چتونو او دېوالونو نړېدو په پېښو کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي دي.

د موسمیاتو اداره وايي، د بارانونو له کبله د چناب په سیند کې د ډېرې لویې درجې سېلاو دی. اداره زیاتوي، بارانونه به له دوو تر درو ورځو پورې روان وي.

په پاکستان کې بارانونو لږ تر لږه ۴۰ کسان وژلي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:02 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG