د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان مدني فعالان د ویلز غونډه کې ګډون کوي


د ناټو د سرمشريزې غونډې به د نومبر په پینځه ويشتمه نيټه د برتانيې په ویلز ښار کې د افغانستان د پرمختيايي چارو په اړه غونډه جوړيږي، چې د ټول هيواد په کچه به په کې څلويښت تنه د مدني ټولنو فعالان د ټاکنو په اساس د څارونکو په توګه ګډون کوي.

د ناټو د سرمشريزې غونډې به د نومبر په پینځه ويشتمه نيټه د برتانيې په ویلز ښار کې د افغانستان د پرمختيايي چارو په اړه غونډه جوړيږي، چې د ټول هيواد په کچه به په کې څلويښت تنه د مدني ټولنو فعالان د ټاکنو په اساس د څارونکو په توګه ګډون کوي.

په جلال اباد کې هم په راتلونکي غونډې کې د ګډون کولو په خاطر د مدني ټولنو تر منځ انتخابات وشول چې دوه تنه ښځينه او دوه تنه نارينه په کې د رايو په اکثريت سر ته راووتل.

ټاکل شوې چې د افغانستان د انکشافي امورو په اړه د نومبر په پينځه ويشتمه نيټه د برتانيې په ویلز ښار د ناټو د سر مشريزې غونډې په تعقيب يوه بله غونډه جوړ شي چې د مدني ټولنو فعالان به هم په کې ګډون کوي.

په دغه غونډه کې د ګډون لپاره په ننګرهار کې کابو د سلو هغو مدني ټولڼو د استازو تر منځ ټاکنې وشوې چې له اړوندو وزاتونو څخه يې د فعاليت جوازونه لرل.

په ننګرهار کې د ټاکنو د خپلواک کميسيون يو تن غړی شفيق يوسفزی چې په عين حال کې يې د مدني ټولنو تر منځ د ټاکنو مسووليت په غاړه لرلو، مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

« ټاکنې په شفافه فضا کې تر سره شوې، د ټولو مدني ټولنو څخه نهه تنو ځانونه د دغه کنفرانس لپاره نوماند کړي چې د هغې له جملې نه دوه تنو نارینه او دوه تنو ښځينه د رايو په سستم دوی راووتل او دوی به د ختيځ زون په کچه د مدني ټولنو په ټاکنو کې سبا يا بله ورځ برخه اخلي چې د ختيځ زون په استازيتوب به هغه درې کسان چې د دغه کنفرانس لپاره نوماند کيږي، د هغې لپاره به دوی ټاکنې تر سره کوي.»

د مدني ټولنې يو تن فعال ډاکټر نجیب صاحبزاده تمه څرګنده کړه چې د ويلز په ښار کې جوړيدونکي غونډه به د مدني ټولنو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي:

« زه اميد لرمه چې دغه غونډه د نړيوالو په مرسته باندې په سهي توګه پر مخ لاړه شي. او د مدني ټولنو غوښتنو ته پاملرنه وکړي، زه فکر کوم چې موږ به په راتلونکي کې نه يوازې په اقتصادي برخه کې د بسیا په لور ولاړ شوو، بلکې موږ به د امنيت د خونديتوب په لور او د خپل قانون د حاکميت په لور ګامونه پورته کړي وي.»

د مدني ټولنې يو بل تن فعال ډاکټر خوشحال تسل چې په یادو ټاکنو کې يې تر نورو زياتې رايي وړې وې، مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې دوی به نړيوالو ته ووايي چې که له افغانستان سره مرستې کول غواړي نو د لاسته راوړنو په چوکاټ کې وشي.

« د نړیوالې ټولنې له لس کلونو مرستو سره سره هغه متوقع پرمختګونه رامنځته نه شول، د سولې پروسې په کې پرمختګ ونه کړو، ټولنيز جوړښتونه په کې پیاوړي نه شول، د ولس اکثريت برخه هاغسې چې بې وزلې وه، بې وزلې پاتې شوه. زموږ غوښتنه به دا وي چې که چيرته په اينده کې کمکونه کيږي، دا کمکونه دې د لاسته راوړنو په بنياد باندې وشي، داسې چې کمکونه دوام ولري او د فساد کچه اوج ته ورسيږي.»

د يادولو ده چې د افغانستان د ختيځ زون په کچه به د مدني ټولنو درې تنه فعالان د ازادو ټاکنو له لارې انتخابيږي، هر هغه څوک چې په کې سر ته راووتل، د نومبر په پینځه ويشتمه نيټه به د ويلز په ښار کې د افغانستان د انکشافي چارو په غونډه کې د څارونکي په توګه ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG