د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست:د پولیسو روزنیز مرکز کې ۱۶۰ سرتېري وروزل شول


د فراغت په مراسمو کې پولیسانو ته د خوست امنیه قوماندان وویل، چې د خلکو د هوساینې او سوکالۍ لپاره دې په ټول قوت کوښښ وکړي.

نن د دوشنبې په ورځ په خوست کې د پولیسو د روزنیز مرکز څخه ۱۶۰ تنه ساتنمنان او سرتیري تر دوه میاشتنیو زده کړو وروسته فارغ شول.


د فراغت په مراسمو کې پولیسانو ته د خوست امنیه قوماندان وویل، چې د خلکو د هوساینې او سوکالۍ لپاره دې په ټول قوت کوښښ وکړي.


امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت زیاته کړه، چې تاسو باید خلکو ته په عمل کې ثابته کړئ، چې تاسو هغه پولیسان یاست چې خاورې ته به صادقانه خدمت کوئ، امن به ساتئ، او عامه نظم به خوندي کوئ.


فیض الله غیرت پر پولیسانو د خلکو ځینو شکایتونو او ګیلو ته هم اشاره وکړه، خو لامل یې داوباله چې پولیس د ژوند په ټولو خواوو کې د خلکو سره په نږدې اړیکو کې دي، نو خامخا په دومره پراخو او نږدې اړیکو کې کله ناکله داسې تیروتنې پيښيږي، چې ولس ته پرې ګیله اودریږي:


((په میړانه او صداقت خدمت وکړئ، او خلکو ته وښیئ چې زه هغه پولیس یم چې صادقانه به خدمت کوم، وطن به ساتم، خلکو ته به امنیت راولم، د عامه نظم او د قانون د تطبیق ساتونکی یم، زه پوهیږم چې د پولیسو شپه او ورځ خلکو سره سروکار دی، پاسپورټ، تذکره، جواز سیر، لیسنس، حاثه ترافیکي، جنګ، دعوه دا ټول مسایل پولیسو پورې تړاو لري، نو کوښښ وکړئ څرنګه چې استادانو تاسو ته تعلیم ترکړی دی، د دې لباس او یونفورم لحاظ او احترام وساتئ.))


د پولیسو د روزنیز مرکز دریو تنو فارغانو مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې په دې دوه میاشتنیو زده کړو کې يې د عسکري تعلیم څخه نیولي بیا له خلکو سره تر چلند پورې په هر څه پوۍ شوي دي:


((زه سیدالرحیم سرباز، دوه میاشتې لس ورځې موږ تعلیم وکړ، په عسکری کې مو
هر څه زده کړي دي، د پښې وهل مو زده کړي دي، تعلیم موزده کړی دی، هر څه مو زده دي.
۲-زه کارو خان سرباز د مندوزیو ولسوالۍ اوسیدونکی یم، موږ ښې تکتیکي زده
کړې وکړې، انداخت مو زده کړ، ترابلې مو اجراء کړې، موږ په خپل ځان باور لرو، ځکه ډېر ښه تعلیم مو وکړ، انشاالله وطن ته به ښه خدمت وکړو.
۳-زه حکمت الله د مندوزیو اوسیدونکی کله چې د دې مرکز نه فارغ شو، کله چې
اطرافو او کلیو ته په عملیاتو یا وظیفو ځو نو خلکو سره به ډېره ښه رویه کوو.))


د پولیسو د روزنیز مرکز قوماندان سمونیار محمدزمان تڼي وویل، چې د زدهکړو پر مهال پولیسو ته د دوی ټول مسوولیتونه ښودل شوي او د حاضرینو پر وړاندې يې یو ځل بیا د فارغانو څخه په یوه غږ د صادقانه خدمت ژمنه واخیسته:


((موږ په دې دوه میاشتنیو زده کړو کې هغه مسوولیت چې پولیس يې لري، دوی ته مو ښودلی دی، تاسو د قوماندان صیب او د رهبري مخکې دا تعهد وکړئ، چې تاسو به وطن ته په رښتیولی او صداقت دنده سرته رسوئ، هو.))


کتونکي په دې وروستیو کې د خلکو سره د پولیسانو په چلند او د دندو په اجراء کې د یوشمېر مثبتو بدلونونو خبره کوي او وايي، چې د پخوا په پرتله اوسمهال د ډیریو پولیسانو چلند تر یوه بریده مسلکي بڼه خپله کړې ده.


یاده دې وي، په خوست کې د پولیسو د روزنیز مرکز د پنځمې دورې اوسني ۱۶۰
تنه فارغان چې دوه میاشتې او لس ورځې زده کړې کړي دي، د فراغت وروسته به د خوست په بیلابیلو سیمو کې د نورو امنیتي کسانو تر څنګ د امنیت ساتنې او عامه نظم د تامین مسوولیتونه په غاړه واخلي.

نوي روزل شوي پولیس سرتېري اتڼ کوي
نوي روزل شوي پولیس سرتېري اتڼ کوي

XS
SM
MD
LG