د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ولسمشر حامد کرزي دیارلس کلن حکومت د خوستوالو له انده


د خوست یو شمېر اوسیدونکي د ولسمشر حامد کرزي د حکومت دیارلس کلنه دوره د افغانستان د خلکو او د دې هېواد د راتلونکې له پاره د لاسته راوړنو او بریاوو ډکه بولي، خو تر څنګ په ځینو برخو کې د ده ستونزې او نیمګړتیاوې هم یادوي.

د خوست یو شمېر اوسیدونکي د ولسمشر حامد کرزي د حکومت دیارلس کلنه دوره د افغانستان د خلکو او د دې هېواد د راتلونکې له پاره د لاسته راوړنو او بریاوو ډکه بولي، خو تر څنګ په ځینو برخو کې د ده ستونزې او نیمګړتیاوې هم یادوي.

خوستوال وايي، د ولسمشر حامدکرزي د حکومت پرمهال په دې هېواد کې د ملي امنیتي ځواکونو بنسټ کېښودل شو، پوهنې او لوړو زده کړو پرمختیا وکړه، نړۍ سره اړیکې پراخې شوې، نوې سیکه چلښت ته وړاندې شوه، قوانین جوړ شول او د بیارغونې په برخو کې هم د پام وړ کارونه ترسره شول، خو د کرزي حکومت د یو شمېر ستونزو او نیمګړتیاوو څخه هم خالي نه وو.

دوی وايي، یو ملي حکومت چې ټول ولس په هغه کې ځان وویني په رښتیني مانا رامنځته نه شو، زورواکان تر پخوا غښتلي شول، جنګي مجرمین خوندي پاتې شول، جګړې دوام پیدا کړ او سراسري سوله تامین نه شوه، همدارنګه د عامه خدمتونو لکه پوهنې، روغتیا او بیا رغونې کیفیت هم ډېر ښکته وو.

قمرخان کامران د ملي امنیتي ځواکونو په جوړولو کې د کرزي هلې ځلې ستايي او د نړیوالو مرستندویانو نه هیله کوي، چې اوس دې دوی د دې ځواکونو اکمال او په درنو او پرمختللو وسلو او وسایطو تجهیز ته پام ډېر کړي:

((ولسمشر حامد کرزی د افغانستان له پاره وړ کارونه کړي دي، د افغانستان واحده ملي اردو يې جوړه کړه، د کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت او سرحدي پولیسو تشکیلات يې جوړ کړل، په همدې ترتیب نور داسې ادارې چې د امنیت په برخه کې کارو کوي، ده دا تنظیم کړي دي، نو موږ د هغه هېوادونو څخه چې په اوسني بحران کې زموږه سره مرسته کوي، یوازې زموږ ملي پوځ دې تجهیز او اکمال کړي.))

د میر نواز په نوم د خوست یو تن ښوونکی وايي د حامدکرزي د حکومت په موده کې د پوهنې او لوړو زده کړو کمیت ته پاملرنه ډېره وه، هغه د نوي ولسمشر نه غواړي، چې د دې برخې کیفیت ته پام ډېر کړي:

((میر نواز حیدري یم، موږ دې کرزي صیب نه ډېره مننه کوو، چې د معارف او د لوړو زده کړو په برخه کې يې د کمیت د لحاظه زخت ډېر کار کړی ده، لس میلیونه شاګردان ده مکتب ته جذب کړي دي، په همدې ډول يې په ولایتونو کې پوهنتونونه جوړ کړي دي او په کې لوړې زده کړې کیږي، خو د نوي رئیس جمهور څخه زموږ هیله داده، چې د کمیت له اړخه کرزي صیب کار کړی دی او د کیفیت له لحاظه که دی کار وکړي، نو دا به د افغانستان د راتلونکې له پاره ډېر ښه وي.))

د حکومت یو سابقه لرونکی مامور حفیظ الله هم حامدکرزی یو بریالی ولسمشر بولي، خو وايي چې د حکومت جوړښت يې د ملي یووالي پر بنسټ نه وو:

((د کرزي صیب لومړنۍ خدمت داوو، چې افغانستان يې د نړۍ د هېوادونو سره دوست جوړ کړ، په بانکي حساب کې ښه والۍ راغی، نوې سیکه يې منځته راوړه، دا يې مروجه کړه، مخابراتو پرمختیا وکړه، نړۍ ته د دې ځای څخه الوتنې پیل شوې.

نواقص يې داوو، چې د حکومت په جوړښت کې يې ملي یووالي تامین کړی نه وو، مانا دا چې په ټول حکومت کې یو خوستوال هم وزیر نه وو.))

د جواد په نوم د خوست شیخ زاید پوهنتون یو محصل د کرزي په دوره کې د یو شمېر مهمو بنسټونو د جوړولو خبره کوي، خو هغه هم د کرزي کمزورې خوا دا ګڼي، چې تر پایه يې قانون پلی نه کړ، د ده په وخت کې زورواکان پیاوړي شول او سوله د افغانانو په برخه نه شوه:

((کرزی صیب هغه ولسمشر دی، چې د نړۍ د هېوادونو ډېره مرسته يې افغانستان ته راجلب کړه، د ده په وخت کې د افغانستان اړوند یو شمېر اقتصادي او پوځي کنفرانسونه په داخل او بهر کې جوړ شول، د ولایتونو او ولسوالیو سړکونه پاخه شول، قوانین جوړ شول، پارلمان جوړ شو، انتخابات وشول او د راتلونکې له پاره يې په هر لحاظ ښه بنسټونه کېښودل، خو ستونزه يې دا وه، چې په پوره ډول يې قوانین پلي نه کړل، زورواکان نور هم قوي شول او سراسري سوله يې نامین نه کړای شوه.))

یاده دې وي، که څه هم د ولسمشر حامد کرزي د کارې دورې په موده کې په افغانستان کې د بیان د ازادۍ، بیارغونې، مخابراتو، د حکومت د جوړښت او په یو شمېر نورو برخو کې بنسټیز بدلونونه راغلي دي.

خو سوله، سالمه حکومتداري او د امنیت ټينګښت هغه موارد دي، چې تر اوسه يې ولس په اړه اندیښنې لري.

XS
SM
MD
LG