د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د ځوانانو لپاره دې ځانګړی وزارت جوړ کړل شي


په ننګرهار کې د ځوانانو د بې روزګارۍ ورځ تر بلې په زیاتيدو ده، دوی له راتلونکي ولسمشر نه غواړي چې واک ته له رسيدو سره سم دې د ځوانانو لپاره يو ځانګړې وزارت جوړ کړی شي، چې د دوی د بې روزګارۍ ستونزه تر يو حده راکمه شي.

په ننګرهار کې د ځوانانو د بې روزګارۍ ورځ تر بلې په زیاتيدو ده، دوی له راتلونکي ولسمشر نه غواړي چې واک ته له رسيدو سره سم دې د ځوانانو لپاره يو ځانګړې وزارت جوړ کړی شي، چې د دوی د بې روزګارۍ ستونزه تر يو حده راکمه شي.

ننګرهار چې يو ګڼ میشته ولایت دی، هر کال له ښوونځيو او پوهنتونونو څخه په زرګونه تنه ځوانان فارغيږي، چې اکثره يې د بې روزګارۍ سره لاس او ګريوان دي.

د دغه ولایت ګڼ شمير ځوانان شکايت کوي چې په تیرو حکومتونو کې اکثره تعليم یافته ځوانان له پامه غورځول شوي، خو له راتلونکي ولسمشر نه غواړي چې ځوانو استعدادونو ته په دولتي چوکاټ کې د کار زمینې برابرې کړي.

د ننګرهار د ځوانانو چارو امريت مشر مطیع الله احمدزی وايي چې د ولسمشرۍ دواړو کانديدانو په خپلو کړنلارو کې د ځوانانو لپاره د ځانګړې وزارت د جوړيدو وعدې کړې، هر کانديد چې ولسمشرۍ ته بريالی شو، په کار ده چې ځوانانو ته وزارت جوړ کړي. دی وايي:

« دغه دواړو مخکښو نوماندو په خپلو برنامو کې په خپلو خبرو کې په لومړيو کې هم دا ژمنه کړې وه چې موږ به د ځوانانو لپاره مستقل وزارت جوړوو. نو موږ هيله او ارزو لرو چې دوی خپلې ژمنې په عمل کې پیاده کړي. تر څو وشو کولای هغه مشکلات چې موجود دي، هغه خدمات چې د ځوانانو لپاره اړتيا ليدل کيږي، بايد په بشپړ دول ورته رسيدګي وکړای شوو.»

د زرغونې په نوم يوه ځوانه نجلۍ هم له راتلونکي ولسمشر نه غوښتنه کوي چې ځوانان له پامه ونه غورځوي.

« متاسفانه په افغانستان کې ځوانانو ته دومره ارزښت نه ورکول کيږي، دومره اهميت نه ورکول کيږي، د نوي حکومت نه مې هيله دغه ده چې که ځوانه طبقه همدغسې پاتې شي، نو افغانستان هيڅکله هم پرمختګ نه شي کولای، د افغانستان د پرمختګ لپاره بايد ځوانانو ته د کار او وظیفې زمينه برابره شي.»

د مدني ټولنو يو تن فعال عبدالرحمن معاون وايي چې ډيری ځوانان د بې روزکارۍ له امله د دولت د مخالفينو ليکو کې شامليږي، په کار ده چې راتلونکي حکومت ورته د کار پراخه زمینې برابرې کړي.

« په تيرو دورنو کې ځوانانو ته هيڅ کار نه دی شوی، د اوچتو او عالي تحصیلاتو ډګريانې ځان سره ګرځوي، وظیفې ورته نه دي ورکړل شوي. ځوانان مو بیکاره دي او چې په کوم ځای کې بیکاري شي، خامخا به ځوان يا ځي مخالف لوري ته او یا به معتاد کيږي، چرس، پوډر او دې طرف ته به منډه وهي. نو زموږ د دواړو کانديدانو نه چې هر يو برلاسي شي او رياست جمهوري ته لاره پيدا کړي، نو زموږ غوښتنه ترې دا ده چې اول نه اول چې هغوی موږ سره وعدې هم کړي دي، خپل وعدې نه ونه ګرځي، چې هر يو رياست جمهوري ته لاړو، اولنې اعلان دې د ځوانانو د وزرات وکړي.»

ټاکل شوې چې د سپټمبر په لومړۍ اوونۍ کې د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو څخه يو واک ته ورسیږي. د ننګرهار ځوانان تمه څرګندوي چې له نوي ولسمشر سره به د دوی ستونزې تر يوه حده راکمې شي.

XS
SM
MD
LG