د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پکتيا والي په خپله اداره کې نه وي"


د پکتيا خلک او په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازی ګل بادشاه مجدي وايي چې په ولايت کې د والي نشتوالی د دې باعث شوی دی چې اداره کمزورې شي

د پکتيا خلک او په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازی ګل بادشاه مجدي وايي چې په ولايت کې د والي نشتوالی د دې باعث شوی دی چې اداره کمزورې شي.

مجدي وايي چې دوی د والي د روابطو خوی او اخلاقو په اړه کومه نيوکه نه لري ولې په ولايت کې يې غيرحاضري د دې باعث شوې ده، چې اداره يې ورځ تر بلې کمزورې او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

((زه د پکتيا والي په يو شي ګرموم، چې دی په پکتياکې وجود نه لري، د ده نشتوالی د دې باعث شوی دی چې موږ د پکتيا په ټولو ادارو کې ستونزه لرو، موږ د ده له اخلاقو او رويې سره مشکل نه لرو، په دې نه تنها زه ټول مشران ترې خپه دي.))

نوموړی دا هم وايي د پکتيا په ټولو ولسواليو کې اداري ستونزې موجودې دي او لا هم ټولې ادارې په بشپړ ډول فعاليت نه لري.

((که ووايم چې پلانی، پلانۍ ادارې نشته، ټولې ادارې نه دي فعالې چې که ښکاره ووايم، ولسوال، امنيه قومندان يا نور يو، يو وي او نور نه وي.))

د ده په خبره د لوړ پوړو چارواکو غير حاضري د دې باعث شوې ده چې خلک له ستونزو او جدي ننګونو سره مخ کړي او د چارو د کارپوهانو په خبره ښايي له همدې وجې يوه ورځ دغه ولايت دسکوت حالت ته ورټېل وهي.

په پکتياکې خپلواک خبريال او د چارو شنونکی سميع الله پيوند وايي چې که چېرته دغه حالت کنټرول نه شي ښايي په نږدې وخت کې د دې ولايت ځينې سيمې يا ټول ولايت سکوت وکړي.

((د پکتيا په ولايت کې د والي نشتوالی په ټولو ادارو منفي اغېز کړی دی، که اوس وګورو ټولې ادارې په فلج حالت کې دي، د بيارغونې هېڅ ډول کار نه دی شوی، امنيتي ځواکونه کار کوي، خو ولې رهبري بايد وي چې يو ښه لوري ته يې ثوق کړي، ټولې چارې ريس دفتر ته سپارل شوې، معاون ته واکونه نه دي ورکړل شوي.))

موږ هڅه وکړه چې د دې خبرو د سپيناوي لپاره د پکتيا د والي وياند يا د دفتر له ريس څخه نظر ترلاسه کړو، د هغوی د ټليفون نه جګولو له وجې ونه توانېدو چې غږ يې واخلو خو د دې ولايت مرستيال والي عبدالولي سهي د دې خبرو په اړه وويل :

((دا کومه اشاره چې تاسو د والي صاحب مقام ته وکړه، هغه که څو ورځې په ولايت کې نه وو، د رسمي رخصت له مخې نه تللی وو، او دويم ځل هم د ولسمشر په موافقې سره هغه نه وه، هغه زه نه وايم والي صاحب به نظر ورکړي، که د ادارې په اړه وکيلان کومه خبره کوي، زه يې قطعاً نه تاييدوم، ځکه چې زموږ که پروژې ولاړي وي دا به ومنم، خو نور دې دوی ووايي چې کومه ستونزه د خلکو په چارو کې راغلې ده؟))

سهي دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د پکتيا په ولايت کې د چارو د کارپوهانو په خبره په تېرو څو کلونو کې يوه د بيارغونې لويه پروژه نه ده پلې شوې او يوازې هغو پروژو ته زمينه سازي کيږي چې په هغو کې اداري مسولين خورد او بورد کوي.

د چارو کارپوهان دا هم وايي چې والي يې په اونيو، اونيو او حتی ډېر وخت په مياشتو، مياشتو هم په خپله اداره کې نه وي موجود.

راپور – داود تپان – پکتيا

XS
SM
MD
LG